IQNA

په هند کې د ایرانی غوره او وتلې محصلانو نه لمانځنه

23:35 - December 16, 2017
د خبر لمبر: 3480882
نړیواله ډله: د هند په دهلی نو کې د ایران کلتوری سازمان په همت ایرانی غوره او وتلې محصلانو نه لمانځنه وشوه.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، په دهلی نو کې د ایران کلتوری سازمان او په برصغیر کې د ایران څېړنو او علمي سازمان او په هند کې د ایرانی محصلانو اسلامی انجمنو اتحادیه په همکارۍ سره په هند کې د ایرانی غوره او وتلې محصلانو نه د دواړو هیوادونو د سیاسي، کلتوری او علمی شخصیتونو په شتون کښې د لمانځلو مراسم په دهلی کې د اسلامی کلتوری سازمان د غونډې په تالار کې پيل شو.
په دهلی نو کښې د ایران کلتوری سازمان مرستیال حجت الله عابدی، د محصلانو د ورځې تاریخ بیانولو سره محصلان ته د علمی حقایقو کشف کولو او د پوهنو تحلیل او شننې سپارښتنه ورکړه.
هغه تاکید وکړو: چې د خدمت لپاره باید په خپل ډګر کې عالي وسي او طبیعي خبره ده چې کله ته عالي یی نو شهرت او ګټه به هم تاسو ته پسې را شي.
په ادامه کې سعید محمد خلیلی، چې په برصغیر کې د ایران څېړونکې او علمي سازمان مشر دی په هند کې د ایرانی محصلانو شمېر سره د حالاتو وړاندې کړو، او د ایرانی محصلانو څېړونکې فعالیتونه یی پرمختګ سره یاد کړل او وې ویل: زمونږ څېړنې دا په نښه کوې چې مقالو او څېړنو پرمختګ کړي.
په هند کې د جامعة المصطفی صلی الله علیه و آله العالمیة مشر حجت الاسلام و المسلمین محمد رضا صالح، هم خپلو خبرو کې قرآنی آیتونو، حدیثونو او نهج البلاغه او د علم ارزښت، ارزښته علمونه او علم ته کتنې باندې رڼا واچوله.
هغه همدارنګه د ژوند د موخې په هکله وویل: موخه ژوند ته معنا او روح ورکوي او بې له هدفه ژوندون، بې له روح دي.
د هغه نه ورستو په هند کې د ایران سفیر غلام رضا انصاري، په خپلو خبرو کې د زدکړو مسئله او په تېره بیا په هیواد کې د لوړو زدکړو ستونزې او همدارنګه، بهرنې هیوادونو ته سفر کول او په بهرنې هیوادونو کې تحصیل کولو په اړخه خبرې وړاندې کړي.
په ادامه کې د هند په دهلی نو ښار کې د ایرانیانو تعلیمي ټولنې نه درې محصلانو د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و اآله په شان کې شعرونه وړاندې کړل او په هند کې ۱۲ تنه محصلان ولمانځلې شو.
http://www.iqna.ir/fa/news/3673083
captcha