IQNA

۲۴او ۲۵ اسفند باندې پيل کېږي

په تایلېنډ کښې د بودیسم او اسلام ترمنځه خبرو اترو نوې دوره

0:41 - March 09, 2018
د خبر لمبر: 3481094
نړیواله ډله: په تایلېنډ کښې د ایران کلتوری سازمان په همت، د بودیسم او اسلام ترمنځه خبرو اترو نوې دوره د تایلېنډ چولالانګکورن پوهنتون مشارکت سره پیل کېږي.
په تایلېنډ کښې د بودیسم او اسلام ترمنځه خبرو اترو نوې دورهد ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د خبرو اترو دا دوره د اسلام او بودیسم د ایران، سری لانکا او د بودایی مذهبی او دینی سترو شخصیتونو نه تقریباْ د سلو کسانو شتون سره د چولالانګکورن په پوهنتون کښې چې د تایلېنډ تر ټولو نه لرغونې او ستر پوهنتون دی او له ۱۰۰ کالو نه فعالیت کوي، پیل کېږي.
دا دوه ورځې غونډه د دینی، مذهبی، سولې، سوله یز ژوند، او د دواړو دینی عالمانو د یو بل سره زیاته پېژندنه او د دواړو رسمونو او دینونو او باورونو ځانګړتیاوې، اخلاقی او له یو بل سره چلند او د تفاهم پر اساس پيل کېږي.
د تایلېنډ کلتوری سازمان وزیر مرستیال، د تایلېنډ د شیخ الاسلام غړې او مسلمانانو په چارو کښې د باچا سلاکار، په تایلېنډ کښې د ایران سفیر، د چولالانګکورن پوهنتون مشر، له میانمار او سری لانکا نه د بودایی ستر او لوړې رتبې عالمان او یو شمېر زیات مسلمان او بودایی مفکران او دینی پوهاند په دې غونډه کښې ګډون کوي.
د دې غونډې لومړۍ دوره د ۱۳۹۳ کال په دی میاشته کښې د میانمار، سری لانکا او تایلېنډ نه د یو شمېر بودایی مذهبی شخصیتونو په تهران کښې شتون او د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان مېلمستیا سره پيل شوې وو.
 http://www.iqna.ir/fa/news/3697310
captcha