IQNA

په یمن کښې د ۵۰ مېرمنو ټول قرآن کریم حفظ

22:13 - March 09, 2018
د خبر لمبر: 3481098
نړیواله ډله: په یمن کښې د ټول قرآن کریم حفظ نه د ۵۰ مېرمنو د فراغت مراسم د دغه هیواد په مرکزی ښار صنعا کښې د یمن انصار الله تحریک مېرمنو کمېټه په همت سره پيل شو.
په یمن کښې د ۵۰ مېرمنو ټول قرآن کریم حفظد ایکنا راپور له مخې، د یمن سبأنت رسمي خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مراسم په ۱۵ اسفند باندې د حضرت زهراء سلام الله علیها د زوکړې جشن مراسمو سره سم د یمن قرآن کریم انجمن او په صنعا کښې د یمن ارشاد او اوقاف دفتر په همکارۍ سره پيل شو.
هغې زیاته کړه: د یمن اوقاف وزارت  قرآن کریم حفظ د روزنو حلقو د پراختیا له لارې او د قاریانو اخلاق او قرآنی تعلیماتو سره تیارولو او هغوي ته د وحي کلام حافظان جوړولو لپاره ځانګړې اهتمام لري.
په یمن کښې د صنعا ښار ارشاد او اوقاف دفتر مشر ابراهیم خطیب، هم په دې مراسمو کښې د مېرمنو د ټولنې په بیلابیلو برخو کښې رول او سړو سره سمه د دښمن مقابلې ستاینه وکړه او تاکید یی وکړو: د قرآن کریم کلتور باید د قاریانو او حافظانو په روح کښې ګډ شي. ځکه چې دا کلتور، د ملت او امت جوړولو کښې اثر لري.
هغه همدارنګه په ادامه کښې د قرآن کریم درسی مدرسو جوړولو په اهمیت او د حافظانو نه د قرآن کریم په درسونو کښې استفاده کولو باندې تاکید وکړو.
د انصار الله مېرمنو کمېټې قرآن کریم حفظ کولو مسئول حنان عزی، هم په دغه مراسمو کښې د تقریر کوونکو نه یو وو چې په دې اړه یی وویل: د یمن ښځو عزت او کرامت د قرآن کریم په حفظ او د هغې تعلیماتو په خپرولو کې څرګنده دي، هغه همدارنګه د دې کمېټۍ د د نورو یمني ښځو چې د ټول قرآن کریم د حفظ نه فارغ شوې خبر ورکړو.
په دې مراسمو کښې، د یمن ۵۰ مېرمنو ته د ټول قرآن کریم حفظ کولو سره د قرآن کریم درس اجازت لیک هم ورکړې شو.
http://iqna.ir/fa/news/3697768
captcha