IQNA

په درست پاکستان کې د عاشورا ورځ په پرتم سره ترسره کیږی

22:45 - September 21, 2018
د خبر لمبر: 3481533
نړیواله ډله: د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی د پاکستان شیعیان او اهل سنت نن د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو په یاد کې د عاشورا ورځې دستورې په پرتمین ډول ترسره کوی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ پښتو برخې نه په نقل، په کراچۍ ، پیښور ، لاهور ، کویټه ، ګلګت بلتستان ، فیصل اباد ، ملتان ، پاراچنار ، کواټ ، هنګو او نورو درستو سترو او وړو ښارونو کې ګڼ شمیر حسینی ویرجن د عاشورا دستورې ترسره کوی او  د امام حسین علیه سلام او د کربلا د شهیدانو په یاد کې  سینه زنی او د غم اوښکی بهوی . همداراز د شیعیانو او اهل سنتو عالمان د کربلا د پیښې په بیلا بیلو اړخونو رڼا اچوی ، حسینی ویرجنو همداراز  د ماسپښین لمونځ ادا کړ .په دې مناسبت په درست هیواد کی سختی امنیتی تابیاوې غوره شوی دی او په ځینو سیمو کی اینټرنټ او موبایل سرویس هم بند شوی دی .

په درست پاکستان کې د عاشورا ورځ په پرتم سره ترسره کیږی
د عاشورا په ورځ د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر هم جلا جلا پیغامونه خپره کړی دی . د پاکستان لومړی وزیر عمران خان  د عاشورا په مناسبت په خپل پیغام کی ویلی دی چی د عاشورا ورځ مونږ ته د امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو د عظیمې قربانۍ یادونه کوی .

په درست پاکستان کې د عاشورا ورځ په پرتم سره ترسره کیږی

هغه په خپل پیغام کی زیاتوی چی عاشورا مونږ ته درس راکوی چی د حق لپاره باید هیڅ ډول قربانۍ ورکولو ډډه ونکړو . عمران خان ویلی دی چی د امام حسین علیه سلام استقامت او دریدا زمونږ لپاره د لارې مشال دې .د یادولو ده چی په پاکستان کی نن د عاشورا ورځ ده او په ایران ، افغانستان ، عراق ،  یمن ، لبنان اود نړۍ په  نورو ډیرو هیوادونو کی پرون د عاشورا ورځ په پرتم سره ولمانځل شوه .
 http://parstoday.com/ps/news/world-i76642

captcha