IQNA

د اهواز د ترهګر جنایت د عاملانو په تعقیب او سزا کیدو باندې د انقلاب د معظم رهبر ټینګار

19:47 - September 23, 2018
د خبر لمبر: 3481538
نړیواله ډله: په اهواز ښار کښې د لاسپوڅو ترهګرو په لاس د ایران د یوه ډله خلکو د شهادت ترخې او خواشینونکې پیښې یوځل بیا د ایراني ولس د دښمنانو خباثت او سخت زړه توب په ډاګه کړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، الاحوازیه تکفیري ډلې چې د لندن او ریاض تر ملاتړ لاندې ده، پرون په اهواز کښې د ایران د وسله والو ځواکونو د پریډ ترسره کیدو د ځاې په خوا کښې له یو پارک څخه په تماشه چي خلکو ډزې وکړې چې پکښې ۲۵ تنه شهیدان او ۶۰ زخمي شول.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په یو پیغام کښې د دې ترهګرې پيښې د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ: مسئولې اطلاعاتي ادارې دنده لري چې په چټکۍ او ځیرکتیا سره د جنایتکارانو ملاتړي تعقیب کړي او د هیواد مقتدرو قضايي ادارو ته یې وسپاري.
حضرت آیت ا... خامنه اي په دغه پیغام کښې زیاته کړه: دا سخت زَړِي نوکران چې په بیګناه خلکو او ښځو او ماشومانو ډزې کوي، په همهغو دروغجنو او ریاکارو مدعیانو پورې پيئلي دي چې د بشري حقوقو لاپې وهي او د هغوي له کینې ډک زړونه د ایران د وسله والو ځواکونو په نمایش کښې د ملي اقتدار ځلا نه شي زغملې.
له هرو ترهګرو عملیاتو وروسته ترټولو مهمه پوښتنه دا وي چې عامل یا عاملان یې څوک وو؟ بې شکه چې د اهواز د ترهګر اقدام تر شا همهغه بهیرونه دي چې له دې مخکښې هم د سیمې د یو مرتجع حکومت له مشر سره چې مدام د تکفیري ترهګرو ملاتړ کوي، د امریکې له غږملتیاؤ وروسته یې داشان شرارتونه کړي دي. دې ترهګرې ډلې تیر کال هم د (راهیانِ نور) پر قافلې حمله کړې وه. د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره، بیخي د منلو نه ده چې د (الاحوازیه) لاسپوڅې ترهګرې ډلګۍ ویاند ته اجازه ورکړی شي چې له لندن څخه د یو چلیدونکي ټیلیویژني چینل له لارې د دې ترهګر اقدام مسئولیت ومني.
امریکا او عربستان تل د صهیونیسټي رژيم په ملګرتیا سره په سیمه کښې د ترهګرو ډلو په جوړولو او ورڅخه په پټو او څرګندو ملاتړونو سره د خپلو سپیرو پلانونو د اجرا کولو په لټه کښې دي. دې خطرناک مثلث لویدیځه آسیا د ترهګرو د بلاغوښتنو په ډګر بدله کړې ده.
لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپل پیغام کښې څرګنده کړه: د دوې جنایت په سیمه کښې د امریکې د لاسپوڅو حکومتو د دسیې دوام دی چې په ایران کښې د ناامنۍ رامینځته کول یې خپل هدف ګرځولی دی.
هیڅ شک نشته چې د ایران د اسلامي جمهوري نظام اقتدار او خپلواکي د ایران له ولس سره د امریکې د دښمنۍ اصلي وجه ده. پرونۍ ترهګره پیښه، په داسې حال کښې چې داعش او تکفیري ترهګرو ډلو په عراق او سوریې کښې درانه ګوذارونه خوړلي دي، د ایران خلاف د ترهګرو د ملاتړو د اهدافو او د هغوي د تحرکاتو په هکله یوه روښانه شننه ورکوي.
نن سبا امریکا د هغو ډلو ملاتړ کوي چې مخکښې یې نومونه د امریکې د خارجه وزارت د ترهګرو ډلو په لیسټ کښې وه. دغه ډلې په اسانه جناست کوي او بې له هیڅ ویرې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي. د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په داسې حال کښې چې عربستان د ترهګرو اقداماتو او د تکفیري افراط پالنې تر پردې شاته دی، د دغه هیواد له باچا سره د تورو ګډا کوي.
د بشري حقوقو امریکايي محقق رابرټ فانټینا د خپل هیواد د بشري حقوقو په سیاستونو کښې څرګندو تناقضونو ته په اشارې سره وايي: د امریکې بشري حقوق د تیلو له عایداتو او مالي ګټو سره نیغ په نیغه تړاؤ لري ځکه نو هر کله چې د امریکې مالي ګټې تامینې شي هلته بشري حقوق معنا پيدا کوي.
دا دوه ډوله کړچارونه چې د تندلارو ډلو د فعالیت لاره یې هواره کړې، تل او بیا بیا په تکراریدو دي او ترڅو چې دا دوه ډوله توب وي تر هغې به د هیوادونو امنیت او بشري حقوق د نړیوالو قدرتونو د سیاسي طمعو او ناروا ګټو قرباني کیږي. د ایران اسلامي جمهوریت به د داشان تحرکاتو تر اغیز لاندې هیڅکله په خپلو اصولي او انساني سیاستونو کښې شک ونه کړي او بې له هیڅ ډول شک او ځنډه به د سیمې د ټکاؤ د زیاتولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې کوشش وکړي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i76690
captcha