IQNA

په کابل کې تمیم شنسب او د هغه ساتونکې ونیول شول

23:18 - December 04, 2018
د خبر لمبر: 3481732
نړیواله ډله: پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم وویل چې د تمیم شنسب په نوم کس د یوه خصوصي شرکت مسؤل دی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د کابل امنیه قومانداني وايي، په شهرنو سیمه کې د تمیم شنسب په ګډون د هغه ۱۸ ساتونکي نن غرمه نیولي دي او نښته پای ته رسېدلې ده.د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد نن افغان رسندویو ته وویل چې له یادو کسانو څخه ۱۵ میله سپکې او درنې وسله هم نیول شوي‌ دي.
پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم وویل چې د تمیم شنسب په نوم کس د یوه خصوصي شرکت مسؤل دی.
ښاغلي دانش وویل په کوم کور چې تمیم شنسب اوسېده  پر دغه کور باندې حقوقي دعوه وه چې د محکمې د حکم له مخې باید نوموړي دغه کور تخلیه کړی وای چې وسله وال مخالفیت یې وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د تمیم شنسب په شمول له ټولو نیولو شوو کسانو څخه څېړنې کېږي او قانون ته به وسپارل شي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78659
captcha