IQNA

افغانستان د پاکستان سفارت یو استازى احضار کړ

23:08 - March 17, 2019
د خبر لمبر: 3482028
نړیواله ډله: د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستيو څرګندونو په تړاو په کابل کې د پاکستان د سفارت يو چارواکى احضار کړ.
د ایکنا راپور له مخې، د نه په نقل، د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه وزارت د عمران خان د وروستيو څرګندونو په اړه د پاکستان د سفارت له مستشار څخه وضاحت وغوښت.عمران خان د جمعې په ورځ باجوړ کې د خلکو يوې غونډې ته په خبرو کې په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو خبردارى ورکړ.
ده ويلي وو، په افغانستان کې به داسې يو نوى حکومت تشکيل شي چې د ټولو افغانانو استازيتوب به کوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د عمران خان دغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې ده.
http://talwasa.af/2019/03/17/
captcha