د ایکنا راپور له مخې، د پارس خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، تسنیم خبري آژانس د فلسطین الیوم له قوله لیکلي دي: یو فلسطیني مبارز ځوان د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې په راغونډو شویو صهیونیسټانو باندې حمله وکړه چې په کښې دوه صهیونیسټ پوځیان وژل شوي او شپږ نور زخمي شوي دي.
له بلې خوا د صهیونیسټي رژيم پوځیانو نن سهار په نیواکي قدس کښې لس فلسطینیان ونیول چې په قدس کښې د فتح غورځنګ عمومي منشي شادي مطور هم په کښې شامل دی.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i80965