د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ ویبپاڼې نه په نقل، د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني نن سحر د تاجېکستان په پائتخت دوشنبه ښار کښې په اېشيا کښې د تعلقاتو او اعتماد جوړونې سيکا د پينځمې غونډې له شروع کېدو مخکښې د افغانستان د حکومت د اجرائي مشر عبدالله عبدالله په کتنه کښې وويل، د ټرانزيټي فرصتونو په شمو لد دوو اړخيزو او سيمه ايزو اقتصادي تعلقاتو د پراختيا لپاره زيات ظرفيتونه موجود دي چې پکار دے د دواړو خواو د ملګرتياو د ګډ کمېشن په اېجنډا کښې راوستلې شي.
د ايران ولسمشر همدارنګ له نشه ايزو موادو سره د مبارزې او په دې لړ کښې د ډله ايزو کوششونو د لازموالي اهميت ته په اشارې سره وويل،له اجتماعي زيانونو نه علاوه د ترهه ګرۍ مالي اړتياوې زياتره د نشه ايزو موادو له قاچاق څخه پوره کيږي.
ډاکټر روحاني همدارنګ په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د هغې د بېخ وېستلو لپاره د دواړو هېوادونو هلو ځلو ته په اشارې سره وويل، د ايران او افغانستان په شمول د سيمې د هېوادونو امنيت له يوبل سره وابسته دے.
د افغانستان د حکومت اجرائي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دغه کتنه کښې له افغان ملت سره د ايران د اسلامي جمهوريت له ملاتړونو او مرستو څخه په قدرونې سره په مختلفو سياسي، اقتصادي او تجارتي برخو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو په مضبوطيه تاکيد وکړ.
هغه همدارنګ له ترهه ګرۍ او د نشه ايزو توکو له قاچاق سره د مبارزې په لړ کښېد ايران هلو ځلو او اقداماتو ته اشاره وکړ او په دغو برخو کښې د تهران او کابل لا زياته ملګرتيا يې ضروري وبلله.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i82802