IQNA

د رسنیو چپتیا؛ په کشمیر کښې د اړیکو محدودیت هدف

17:44 - September 25, 2019
د خبر لمبر: 3482421
نړیواله ډله: د هند کشمیر یو رسنۍ غونډې دې بیان سره چې په دغه سیمه کې د اړیکو محاصري پنځوستمه ورځه ده، د دغو غیر منطقي محدودیتونو هدف یی د رسنیو چپتیا اعلان کړه.
د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی نه په نقل، د کشمیر مطبوعاتي کلب په یوه بیانیه کې د اینټرنټ، موبایل او ټیلیفون اړیکې بندولو په هکله وویل: دې کار ډېر ستر تاوان خبریالو او رسنیو ته رسولي دي.
په دغه بیانیه کې راغلې: د دغه اړیکیزه محاصرې په سبب، خبریال نشې کولي چې د کشمیر د سیمې د شرایطو نه ځان خبر کړي او اطلاعات ترلاسه کړي. دا محدودیتونه غیر منطقی دی او هدف یی د رسنیو د فعالیتونو مخنیوي دي.
په دغه بیانیه کښې د اړیکو د محدودیتونو د لرې کولو ضرورت باندې ټینګار سره راغلې: تراوسه یو شمېر غوښتن لیک د کشمیر د مطبوعاتو د کلب له اړخه د ورځپاڼو، د اړیکو دفترونو، فعالیتونو، خبریالو او همدارنګه دغه کلب چې د هند د حکومت له اړخه ده ازاد شي خو ولی تر اوسه هیڅ جواب یی نه دي را کړلی شوې.
یادښتونه: هند د مرداد میاشتې ۱۴ تاریخ باندې د دغه هیواد د اساسي قانون ۳۷۰ ماده په رڼا کښې د جامو او کشمیر ځانګړې حیثیت ختم کړې وو او له هغې ورستو یی خپل زیات شمېر پوځ دغه سیمي ته اعزام کړې وو او د ټیلیفون او اینټرنټ سره ټولي د اړیکو لارې یی بندي کړي دي. همدارنګه د تګ را تګ لارو مخینوي د خلقو لویو اعتراضاتو سره مخامخ شوي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3844486
captcha