IQNA

د افغانستان په انتخاباتي اهدافو باندې شویو بریدونو کښې ګڼ کسان مړه او ژوبل شوې دي

12:16 - September 29, 2019
د خبر لمبر: 3482423
نړیواله ډله: دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، نن د دولت د وسله والو مخالفینو د لسګونو بریدونه مخه هم نیول شوې ده.

 


پرون د ټاکنو په ورځ د ټول هېواد په کچه په ۱۱۳ بریدونو او چاودنو کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۳ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت ریاست وايي، نن د دولت د وسله والو مخالفینو د لسګونو بریدونه مخه هم نیول شوې ده.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې پرون د سهار له اوو بجو نه د مازیګر تر پنځو بجو پورې تر سختو امنیتی تدابیرو لاندې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنې روانې وې. خلکو په دغو ټاکنو کې ۱۳ نوماندانو ته رایه ورکړه.

د بېلابېلو سرچينو د معلوماتو له مخې، له یادو بریدونو څخه د ۶۴ مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخستی، د ۵۹ بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی او یوه پیښه هم د دوو تنو تر منځ پروان کې نښته وه چې یو تن په کې ووژل شو.

د دغه خبر له مخې پرون تر ټولو ډیر (۲۹) بریدونه په ننګرهار کښې، اووه، اووه په لغمان، پروان او سرپل، شپږ، شپږ په فاریاب او زابل او پاتې نورو په خوست، بدخشان، غور، کابل کونړ، سمنګان، کندوز، فراه، غزنی، هلمند، جوزجان، کاپیسا، نیمروز، نورستان، پکتیا، تخار، اروزګان، بغلان، بلخ او دایکندی ولایتونو کې شوي دي.

راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۳ نور ټپیان دي.

بریدونه د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې شوي، خو مرګ ژوبله له دوو تنو پرته نوره ټوله په لسو ولایتونو کې اوښتې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې امنیتی ځواکونو پرون په مرکز کابل او ولایتونو کې د لسګونو بریدونو مخنیوی کړی.

سرچینه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو یواځې کابل کې ۱۶ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۴ طالبان نیول شوي دي.

د ملی امنیت په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په لوگر، غزني، ننگرهار، بلخ، هرات، کونړ، هلمند او خوست کې هم دولتی ځواکونو عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۳۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

خو ‌طالبان وایي چې پرون یې ټول ټال ۵۱۳ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ۴۲۲ تنه دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

http://parstoday.com

captcha