IQNA

دنني ساینس هغه اوه ستر حقیقتونه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نبوت شاهدي کوي

12:16 - March 05, 2021
د خبر لمبر: 3484117
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على من كان القرآنُ خلُقه وعلى آله وصحبه وسلم، وبعد: د مؤمن لپاره تر ټولو غوره او خوښونکې شېبې هغه دي چې داسې یوه معجزه وګوري چې د سید البشر رسول اکرم صلی الله علیه وعلی آله وسلم په فرمان مبارک کې ځلیږي

څرنګه چې موږ اوس د ساینس او ټیکنالوجي د څېړنو په عصر کې یو ،دې ته مو اړ کوي چې د نبي علیه السلام په احادیثو مبارکو کې هغه پلټنې وکړو چې اوسني ساینس را جوتې کړې دي او د دې نبي په صداقت او رښتینولي شاهدي او ګواهي کوي .

او دا ډول پلټنې کولی شي چې د رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم په اړه د غرب په اند کې بدلون راولي ، (لاندې اوه ستر حقیقتونه چې د رحمت د نبي صلی الله علیه وعلی آله وسلم پر نبوت او حقانیت ښکاره ګواهي او شاهدي ورکوي ولولئ)

لومړی حقیقت

رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم خپلو صحابه کرامو ته وفرمایل ((سيبلغ هذا الأمر ما بلغ الليل والنهار) دا څیز (اسلام) به هغو ځایونو ته ورسیږي کومو ځایونو ته چې شپه او ورځ رسیږي ، یعنې اسلام به په هر هغه ځای کې خور شي په کوم ځای کې چې ورځ او شپه را خېږي ، چې حقیقت هم دی ځکه د غرب سر شمېرنې وایي اسلام د ننۍ نړۍ په هر ځای کې شتون لري ولې چې سر شمېرنې موږ ته دا ښيي چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به د وګړو د ډېر والي له پلوه د نړۍ په سویه لومړی دین اسلام وي چې په دې خبره کې هیڅ زیاتوالی او مبالغه نشته بلکې دا حقیقي او رښتونې نومرې دي چې هیڅ شک نشته پکې ، دا سرشمېرنې او نومرې غیر مسلم پوهانو ښودلې دي .

دوهم حقیقت

رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم فرمایلي دي (جعلت لي الأرض مسجداً وطَهوراً) (مسلم ).

ځمکه زما لپاره جومات او پاکونکې ګرزول شوې ده .

د نبي علیه السلام په دې مبارک قول کې ساینسي اعجاز دا دی چې په نوې پلټنه کې ساینس پوهانو جوته کړې ده چې د ځمکې په خاوره کې هغه جراثیم وژونکي یا (Antibiotics) دي چې هغه سخت ترین جراثیم پرې وژل کېدلی شي اودا خبره کره کوي چې ځمکه یوه پاکونکې ماده ده ، په بله نوې پلټنه کې ساینس پوهان وایي د ځمکې ځینې خاورې کولی شي هغه سخت مقاومت کونکي جراثیم ووژني نو ځکه دوۍ نن هوډ لري چې د سخت او ځواکمنو جراثیمو د مخنیوي او وژلو لپاره له خاورو څخه جراثیم وژونکي یا (Antibiotics) جوړ کړي ، په لیبارټري کې له اوږدو تجربو څخه وروسته یې دا ثابته کړه چې خاورې کولی شي په ۲۴ ګړیو کې د جراثیمو بشپړه ابادي ونړوي او له مینځه یې یوسي د جراثیمو دغه ډول ټولګه بې له خټو څخه کېښودل شوه نو ۴۵ ځله یې ډېرښت وکړ .

دریم حقیقت

نبي کریم صلی الله علیه وعلی آله وسلم په ډېر دقت او کره توګه هغه حقیقت څرګند کړی دی چې ساینسپوهانو یو څو کاله مخکې ښکاره او کشف کړ .

رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم فرمایي (لا تقوم الساعة حتى تعود أرض العرب مروجاً وانهاراً) [رواه مسلم].

تر هغه قیامت نه راځی تر څو چې د عربو ځمکه بیا شنه (باغونه او کروندې) او ویالې شوې نه وي .

ساینس دا ثابته کړې ده چې دعربو ځمکه شبه الجزیره یو وخت پر باغونو کروندو او ویالو ډکه وه او تر نن ورځې پورې د هغو ویالو نښې لا شته دا خبره د مصنوعي سپوږمیو هغو کیښل شوي انځورونه ثابتوي په کومو کې چې ډېرې او په واضح ډول د عربو په جزیره کې تر شګو لاندې پتې شوې ویالې ښکاره کوي ، نن ورځ د امریکې دفضاء د وکالت ” ناسا “( US space agency, “NASA” )ستر ستر ساینس پوهانو په ډاګه کړې ده چې په رادار د(عربو ) د بیابانونو هغو اخیستل شویو انځورونو دا ښودلې ده چې دا ځای یو وخت پر شنو کروندو ، باغونو ، دریابونو او ویالو پټ وه اود نوموړې ځمکې چاپېریال داسې و لکه نن یې چې موږ په اروپا کې وینو اونوموړې ځمکه به یوه ورځ بیرته همهغه ډول شي څنګه چې مخکې وه .

څلورم حقیقت

د پول صراط پر پله د تېرېدو دا مبارک حدیث شریف هم له هغو حدیثونو څخه ګڼل کیږي چې یو ساینسي اعجاز رامینځ ته کوي .

رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم فرمایلي دي :(ألم تروا إلى البرق كيف يمرُّ ويرجع في طرفة عين)( مسلم).

ایا تاسو برېښنا ته نه دي کتلي چې څنګه د سترګو په رپ کې تېریږي او بیرته ورګرزي (ورېځې ته) .

د دې حدیث شریف او هغو وروستیو ساینسي پلټنو په مینځ کې چې د برېښنا یا تندر دپړکې په اړه ساینسپوهانو له ډېرې ستونځمنې او دقیقې څېړنې وروسته کړی ، بشپړ سمون او مطابقت لري ، ساینس پوهانو ثابته کړې ده چې د تندر یا برېښنا هره پړکه له ورېځې څخه د تندر د شغلې په مټ ځمکې ته راځی او بیرته ورېځې ته ورستنیږي .

له دې حدیث شریف څخه معلومیږي چې رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم د تندر په هکله ډېره هیښونکې او حیرانونکې دقیقه وینا کړې ده چې د تندر د راکوزېدو او بیرته د ستنېدو مهال او وخت یې هم پکې ټاکلی ښودلی دی ځکه د برېښنا دکېدو او بیرته ستنېدو لازم وخت همدومره( د سترګو د رپ غوندې ) ښودل شوی دی .

پنځم حقیقت

د ساینس نوی کشف او څېړنه وایي چې (ناصیة) د دماغ هغه لوړه او وړاندې برخه ده چې سم پلانونه ترتیبوي په تېره بیا چې نومړې برخه څومره ډېره غښتلې ، روغه او فعاله وي همدومره پلانونه او فیصلې هوښیارې او دقیقیې وي ، موږ درسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم په دې دعا کې ګورو چې فرمایي : (ناصيتي بيدك)[رواه أحمد]. یعنې اې الله ما خپله ناصیة (د دماغ هغه برخه چې په ټول دماغ واک لري) تاته سپارلې ده او ستا په لاس کې ده ،ټول شان او کیف یې ستا په لاس کې دی څنګه دې چې خوښه وي هغسې تصرف پکې کوې .

خو د یادونې وړ نوی څېز چې ساینسپوهانو پکې کشف کړی دی هغه دا دی چې (ناصیه) د دماغ هغه لوړه برخه ده چې د انسان په لوړو کارونو او کړنو کې لکه ادراک ، توجیه او د ستونځو په حلولو کې ډېر ارزښتناک رول لوبوي نو ځکه رسو ل الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم همدا مهمه برخه ستر څښتن تعالی ته سپارلې ده چې په دې کې طبي ساینس ته دنوموړې برخې د ارزښت یوه باریکه اشاره ده .

شپږم حقیقت

رسول الله صلی الله علیه وعلی آله وسلم فرمایي: (إن من أمارات الساعة أن يظهر موت الفجأة) [رواه الطبراني].

د قیامت له نښو څخه یوه دا ده چې ناڅاپي مرګ به ډېر شي .

په دې حدیث شریف کې هم طبي حقایق دي چې دا هم ددې شاهدی ورکوي چې واقعا په حقه د الله له لوري استازی دی ، ځکه د ملګرو ملتونو د کره او دقیقې احصایې له مخې ویل شوي دي چې نا څاپي مرګ مخکې نه بلکې په دې نږدې وختونو کې را ښکاره شوی دی چې د ژغورنې له هڅو سره سره لا نور هم مخ پر وړاندې روان دی .

اووم حقیقت

ډېری ساینسپوهان په دې ټینګار کوي چې طبیعي زړوالی د انسان د طبیعي ختمېدو لپاره بهترینه او غوره وسیله ده ځکه چې له ټاکلي عمر څخه د عمر د زیاتولو لپاره چې هر څومره هڅې وشي ناخوالې پیدا کوي چې هغه وړوکې ناخواله یې د سرطان په رنځ ککړېدل دي ، د امریکې دپرنسټون ” Princeton University ” د پوهنتون پروفیسور “Lee Silver” وایي د عمر د زیاتولو او دوام هره هڅه سرچپه اغېز لري ، د زړوالي د درملنې لپاره ساینسپوهان دې پایلې ته رسېدلي دي او وایي
چې سره له دې چې په ملیاردو خرڅونه د زړوالي د درملنې او عمر د اوږدلولو لپاره شوي دي ، خوټولې تجربې او ازموینې بې ګټې ثابتې شوې دي چې دې خبرې ته ستر پېغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وعلی آله وسلم په خپل دې قول کې اشاره کړې ده او فرمایي: (تداووا يا عباد الله، فإن الله لم يضع داء إلا وضع له شفاءً إلا داءً واحداً: الهرم) [رواه أحمد].

اې د الله بندګانو! تاسو درملنه وکړﺉ ځکه الله هیڅ یو رنځ نه دی پیداکړی مګر دهغه لپاره یې شفاء هم پیدا کړې ده ماسوا له یوه رنځ څخه چې هغه زړوالی (سپین ږیرتوب )دی

لیکوال: عبد الدائم الکحیل – ژباړه: شاکر مموزی

nunn.asia

 

captcha