د ایران د اسلامي جمهوریت د کال کتاب د جایزې له پروګرام سره سم، چې هرکال په ایران کې ترسره کېږي، د الماني لیکوال او ژبپوه، مارکس فیډلر لخوا د الماني ژبې کتاب "امام علي (ع) او ریښتیني اسلام" د اسلام په ډګر کې چې د آلمان په برلین کې د ایران د کلتوري سازمان د مشر لخوا د کال غوره کتاب په توګه ټاکلې شوې وستایل شو.
د ایراني او اسلامي مطالعاتو په ډګر کې د کتاب غوره کولو داورانو ډلې د "امام علي (ع) او ریښتیني اسلام" او "اسلام او مدرنیتي ننګونې" کتاب لیکوال مارکوس فیدلر نه ستاینه وکړه.
د الماني لیکوال او ژبپوه، او د "امام علي (ع) او ریښتیني اسلام" کتاب لیکوال مارکوس فیدلر دا کتاب په ۱۰۱ پاڼو کې لیکلې او د جرمني د باوئتس خپرونکي شرکت لخوا په ۲۰۲۰کال کې چاپ او خپور شوې دی.
دا کتاب د اسلام نه مخې د مکې د ټولنیزه شرایطو د څیړنې او شننیې او د اسلام د دین خپریدو په پیغام سره د حضرت محمد صلی الله علیه و آله له امله په دغه ښار کې ټولنیزه بدلون په اړه لیکنه شوې ده.
د دې کتاب د لیکلو هدف دا واقعیت په نښه کول دي چې څنګه امام علي علیه السلام هڅه وکړه چې د خلافت په وخت کې او د بیلابیلو مقاومتونو په وړاندې له ټولنیزه عدالت ساتنه وکړه. په داسې حال کې چې ځینې کسانو چې له بې عدالتۍ یې ګټه پورته کوله او دغه ګټه چې کله په خطر کې ولیدله نو پایله یې له حضرت علي علیه السلام جنګ و.
3962970