IQNA

په ماسکو کې فالح الفیاض د روسیې د بهرنیو چاور وزارت له مرستیال سره ولیدل

12:35 - April 08, 2021
د خبر لمبر: 3484223
تهران(ایکنا) - د حشد الشعبي سازمان مشر ماسکو ته په خپل سفر کې د روسیې له ملي امنیت شورا مشر نیکلای پاتروشف او د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال میخاییل بوګدانف سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د عراق حشد الشعبی سازمان د مشر دفتر په یوه بیانیه کې خبر ورکړ چې د دې سازمان مشر فالح الفیاض په ماسکو کې د روسیې له ملي امنیت شورا مشر نیکلای پاتروشف او د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال میخاییل بوګدانف سره کتنه او خبرې اترې ترسره کړې.
په دې بیانیه کې راغلي: الفیاض د روسیې له ملي امنیت شورا مشر سره په دې کتنه کې، د روسیې او عراق ترمینځه د همکارۍ او د سیمې د امنیت ستونزو څیړنو په اړه خبرې اترې وکړې.
د دې بیانیې په دوام کې راغلي چې الفیاض همداشان د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال میخائیل بوګدانف سره هم د مینځنۍ ختیځ په بیلابیلو ډګرونو کې د همکارۍ او له نړیوال ترهګرۍ سره د ګډې مقابلې په اړه خبرې اترې وکړې.
د بیانیې په پای کې راغلي چې د روسیې چارواکو هم د حشد الشعبی له مشر سره په کتنه کې د ماسکو د تل ملاتړ او د عراق او د دې هیواد په یو والي ټینګار وکړ.
3963112

captcha