د فرانس د اسلامي مرکز مشر حجتالاسلام والمسلمین سیدضیاءالدین مکی، له ایکنا سره په مرکه کې وویل: سږ کال د رمضان المبارک په میاشته کې هره اونۍ د قرآني معارفو او تعلیماتو سیالۍ د دې مرکز لخوا ترسره کېږي او هره اونۍ په پای کې د ګټونکو خبر ورکړ کېږي.
هغه زیاته کړه: هر کال د رمضان میاشتې په اونۍ کې د مسناسبتونو او قرآني معارفو په اړه ۲۰ پوښتنو سره ترسره کېږي او ګټونکې به یې نقد جوایز ترلاسه کړي.
حجتالاسلام والمسلمین مکی څرګنده کړه: په دې مقابلو کې د ګډون خبر د تلګرام، انسټا ګرام د چینل له لارې او د فرانس د اسلامي مرکز د ویبپاڼې له لارې خپرېږي.
هغه زیاته کړه: دا سیالۍ د څلورو اختیارونو او آنلاین طراحي شوې ده او په دې سیالۍ کې ګډون له هر هیواده له ټولو مینه والو لپاره ازاد دی.
3964204