IQNA

په پنځه دقیقو کې د خانه کعبې د انګړ د مینځلو ریکارډ/فلم

10:47 - April 17, 2021
د خبر لمبر: 3484240
تهران(ایکنا) - په مسجد الحرام کې د خانه کعبې د طواف انګړ د رمضان المبارک په دویمه ورځ د څلورو زرو کارکونکو په ګډون سره په پنځه دقیقو کې ضدعفونی او مینځلې شو.

د مسجد الحرام د پاکولو او مفروشات څانګې، چې د مسجد الحرام او مسجد النبي (ص) له عمومي ادارې سره وابسته ده، د روژې په دوهمه ورځ د دغه جومات د انګړ د مینځلو کار په ممکنه وخت او لنډه موده کې بشپړ کړ.
د چارواکو په وینا، د دې انګړ د مینځلو او پاکتیا عملیات، په بې سارې کم وخت پنځه دقیقو کې ترسره شو او ریکارډ یې جوړ کړ.
د مسجد الحرام د پاکولو او مفروشات ادارې مشر جابر ودعاني، وویل: د پاکتیا او مینځلو په دې عملیاتو کې ۲۹۱ ټن چټلي را ټولې شوې.
هغه زیاته کړه: څلور زره کار کونکو د پاکتیا په دې کار کې ګډون وکړ او له دې پرته په دې عملیاتو کې له ۱۵۰۰ پانډې کار واخیستلې شو.


3964770

captcha