IQNA

د صهیونیسټی رژیم لخوا د الاقصی جومات د خطیب په سفر بندیز

11:16 - April 21, 2021
د خبر لمبر: 3484249
تهران (ایکنا) - د صهیونیسټی رژیم چارواکو د الاقصی جومات په خطیب شیخ عکرمه صبري تر څلورو میاشتو له فلسطین بهر په سفر بندیز وګول.

د الاقصی جومات د خطیب دفتر په یوې بیانیه کې خبر ورکړ: د اسرائیلو د اطلاعاتو ادارې د دوشنبې په ورځ د شیخ عکرمه صبري باندې تر څلور میاشتو په سفر د بندیز خبر ورکړی دی.
په دې بیانیه کې د دې بندیز دلیل ته اشاره نه ده شوې، صهیونیسټي رژیم هم په دې اړه رسمي بیانیه نه ده صادره کړې.
شیخ عمره صبري په یو تلویزیوني وینا کې د صهیونیسټو په اړه وویل: مونږ فلسطینیان یو او مونږ به هیڅکله دا ځای پریږ نه دو. صهیونیسټي رژيم ته هم وایو چې خپل زمونږ عزم او اراده پښه ده او مونږ په دې مځکه د اوسیدو قانوني حق لرو.
د صهیونیسټي رژیم چاروکو د مارچ میاشتې په ۲۶ نیټه د شیخ عکرمه صبری تر یوې میاشتې په سفر د بندیز اعلان کړې و او دا دستور یې د زیاتولو وړ ګڼلۍ و.
له دې مخکې، د الاقصی جومات خطیب په ځلونو له صهیونیسټو لخوا د څو میاشتو لپاره مسجد الاقصی ته په ننوتلو منع شوې دی.
3965896

captcha