IQNA

د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ سرایاالقدس پوځي څانګې ویندوي ابو حمزه:

دغزې دمقاومت بریا د درست مقاومتی چورلیز بریا ده

8:55 - May 22, 2021
د خبر لمبر: 3484326
تهران (ایکنا) - د توغندیو غورا او د بارودو ورښت ختم شوي ،خو د مونږ دغه اوږده لاره به ختمه نشي ، مونږ توانیدلی یوو، د دښمن او ښارګوټو اوسیدونکو صهیونیسټانو باؤؤ مات کړو ، اوس مو د مقاومت په سیوري کې یوه بله څوکه هم فتح کړې ده .
د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ سرایاالقدس پوځي څانګې ویندوي  ابو حمزه بیګا په یولړ څرګندونو کې د فلسطین په لاره کې د جهاد په  د وام په ټينګار سره  وئیلي دي ، اسلامی ایران  او د مقاومت هیوادونه،پر وحشي صهونیسټي رژيم په بریالیتوب کې  له فلسطینیو مبارزو ډلو سره شریک دي ، او باید ووایو چې قدس د مونږ دجنګ اساس او دمقاومت  توره،او دمونږ دبریالیتوب دلیل دی . د توغندیو  غورا او د بارودو ورښت ختم شوي ،خو د مونږ دغه اوږده لاره  به ختمه نشي ، مونږ توانیدلی یوو، د دښمن او ښارګوټو اوسیدونکو صهیونیسټانو باؤؤ مات کړو ، اوس  مو د  مقاومت په سیوري کې یوه بله څوکه هم فتح کړې ده.
داپه داسې حال کې دي چې العراقیه ټيلیویژني چینل راپور ورکړی دغزې تړانګې  ځاي چارواکو دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،دغزې  تړانګې په ضد د وحشي او جنایتکار  صهیونیسټي رژيم  په  یوولس ورځینو جنایتونو کې  کابو  یو زر څلور سوه پنځوس کورونه  په بشپړ ډول په کنډوالو بدل شوي  او همداراز په دغو بمباریو کې  دریالس زره نورو کورونو اوځایونو ته هم یوشمیر تاوانونه اوښتي   او دغه راز څه دپاسه یونیم لک فلسطنیان هم کډه په سر شوي دي . په دغو یولس ورځینو جنایتونو کې  د ۶۹ماشومانو ، ۳۹ښځو  او اولسو بوډاګانو پشمول  دوه سوه درې څلویښت فلسطینان هم شهیدان او  کابو دوه زره نور ټپيان شوي دي.
تهران راډیو
captcha