ایکناخبری آژانس د صدی البلدله قوله راپور راکړ،د مصر د اوقافو وزیر محمدمختار جمعه، په عبري ژبه د قرآن کریم د شلو سپارو د ژباړې خبر ورکړ.محمد مختار جمعه،د مصر د پارلیمان د بهرنیو اړیکو د کمیشن په غونډې کې چې د په نړیواله سویه او د درمیانه تفکر په پراختیا کې د اوفافو د وزارت د رول د ارزونې په خاطر جوړه شوې وه ، روښانه کړه،په عبري ژبه د قرآن کریم له ترجمې څخه هدف دهغو ډيرو تیروتنو او انحرافاتو مخنیوی دی چې ختیځ پيژاندو یهودیانو د قرآن کریم په ژباړې کې کړي دي.پر دې اساس د مصر د اوقافو وزارت لازمه وګڼه څو ددغو تیرتنو د سمولولپاره پخپله په عبري ژبه د قرآن دترجمې کولو اقدام وکړي.
هغه په دوام کې په مصر کې د دیني مرکزونو او نورو دینونو ته داحترام په زمینې کې ټينګار کړیدی چې د مصر حکومت دیهودی عبادتځاي (کینسا)هم پخپل لګښت سره رغولې دی، که څه هم له دغه مرکزه استفاده نه کیدله.همداراز یوه متروکه کلیسا هم ددغه وزارت له خوا رغول شوې ده.
د مصرحکومت په وروستیو کلونو کې ددغه هیواد له اعتدال او مصلحت غواړي څيرې دوړاندې کولو لپاره ډيرې هلې ځلې ترسره کړي دي.