IQNA

قران څه وائي/37

له اړمنوکسانو سره د مرستې لپاره له خداي تعالی سره د پور قرآني تعبیر

7:36 - November 23, 2022
د خبر لمبر: 3486495
ایکنا-(تهران) له خداي سره قرضه یا پور ورکولو موضوع،په قرآن کې اوه ځله راغلې ده چې پریوه اجتماعي حکم باندې یعني له اړمنو سره پر مرستې دلالت کوي.دغه تعبیر ځينی پټې معنې لري چې ډير جالبې دي.

«مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً وَاللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ؛ هغه څوک دی چې د خدای بندګانو ته دنیکې پور ورکړي  څو (خداي) ئې دهغوي لپاره څو چنده زیات کړي  او خدای دی  چې (د بندګانو معیشت) محدودوي او پراخوي ئې او دهغه وآخوا ته بیرته وګرځي (بقره، ۲۴۵)

له خداوندمتعال سره قرضه کول یا پور ورکول، دهغه انفاق (له اړمنوسره مرسته)په معنا دي چې دخداي په لاره کې ترسره کیږي. ددغه آیت اشاره دې ته ده چې خیال ونه کړئ انفاق او بخښل ،ستاسو مالونه اوشتمنۍ کموي،بلکېد تاسو دروزۍ محدودیّت او پراختیا له خداي سره ده.

خدای ته د پور ورکولو موضوع،په قرآن کریم کې اوه ځله راغلې ده .د مجمع البیان تفسیر قرض الحسنه یا پور ورکولو  لپاره شرائط بیان کړي دی.

له حلال مال څخه وي،له سالم مال څخه وي، د مصرف لپاره ضروري وي، بې منته او بې احسانه وي، بې ریا وي، پټ وي ،په سرښیندنې او مینې سره وي، زر ورکړل شي،پور ورکونکی ددغه توفیق لپاره د خدای شکر ادا کړي او د پور اخستونکي عزت و آبرو وساتل شي.

؛قرض؛ په عربی ژبه کې د ورکولو پرې کولو په معنا دی او دا چې  پور ته قرض  وئيل کیږي، په دې خاطر ده  چې  د مال یا شتمنۍ یوه برخه بیله شي  او نورو ته ورکړل شي څو بیرته بیا واخستل شي.

جهاد، کله له ژوند سره دی چې له دغه آیته په مخکینې آیت کې دا مطرح شوې ده او کله کله  جهاد له مال او شتمنۍ سره دی چې  په دغه آیت کې مطرح شوی دی.

له خداي سره د قرض یا پور تعبیر،ددې ښودنه کوي چې د قرض الحسنه جایزه دخداي تعالی په غاړه ده. د قرض ورکولو د فرمان په ځاي پوښتنه کوي چې څوک دی چې له خداي سره قرض وکړي،څو خلک له ځان سره اجبار او کړاؤ او درد احساس نه کړي،بلکې  په ګروهنې او خوښې او هڅونې سره نورو ته پور ورکړي.

پور ورکونکو ته دخدای جایزه، هم په دنیا کې او هم په آخرت کې ده.ځکه چې وئيل شوي؛ أَضْعافاً كَثِيرَةً بیا فرمائي ؛  «وَ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ؛ د هغه وآخوا ته بیرته ګرځول کیږي: ګواکې د قیامت حساب،له دنیاوي جایزو جدا دی.

منافقان وائي،  له مسلمانانو سره انفاق مه کوئ څو دخداي د رسول له ګیرچاپيره تیت پرک شي. قرآڼ ددوي په ځواب کې فرمائي؛ دوي په کوم باؤر کې دی ،مګر نه پوهیږي،د مځکې او آسمانونو خزانې دخداي په لاس کې دي؛::(د منافقون سوره -۷)

په تفسیر نور کې د آیت پيغامونه

  • له خلکو سره مرسته، له خدای سره مرسته ده«يُقْرِضُ اللَّهَ» بجاى «يقرض الناس»
  • ښو کارونو ته د خلکو دهڅولو لپاره ستایل ضروري دي. «فَيُضاعِفَهُ لَهُ أَضْعافاً كَثِيرَةً»
  • که مونږ بې وځلي او تنګڅه او پراختیا دخدای په لاس کې ګڼو نو په آرام او آسانۍ سره انفاق کوو،  «واللّه‌ يَقْبِضُ وَ يَبْسُطُ»
  • که پوهیږو جې موو دهغه وآخوا ته بیرته ګرځو او هرڅه مو چې ورکړي دي ،بیرته راګرځي ،نو بیا به په آسانۍ سره انفاق وکړو. «إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ»
captcha