ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ،د قطر۲۰۰۲نړیوال جام په پرانیستونکو دستورو کې د د هالیووډ امریکائي هنرمند مورګن فریمن په شتون سره د قطر د پرکوټ ځوان قاري د قرآني پرفارمنس د پروګرام په اجرا پسې، په انګریزي ژبه د قرآڼ کلمه ،دنړۍ په ګوټ ګوټ کې په ټولنیزو چینلونو په سر کې راغلې ده.
د اجتماعي چینلونو کارونکو ددغه پرفارمنس څخه د ویډیوئي کلیپونو په خپرولو سره ،خپله حیرانتیا ددغه ځانګړي حرکت په باب څرګنده کړې ده چې په نړیوال جام کې د خپل مذهب او کلتور د منعکس کولو لپاره د قطر دګرهنې ښودنه وه.
د ټولنیزو چینلونو کې غبرګونونه ، د پرانیستونکو دستورو ډیرو لیدونکو له خوا د هغه وفاق، سولې او حدت د پیغام د ستایلو ښودونکي وو چې د قطر د یوه ځوان له په وسیله د قرآن دیو شمیر آیتونو دتلاؤت له لارې دنیا ته منتقل شو او موخه ئې ،د ملتونو ترمینځ د پیوستون د کلتور دودول دي او په دغه پرفارمنس کې د یوه امریکائي ایکټر او لوبغاړي ګډون پر دې موضوع د ټينګار په خاطردي.
د نړیوال جام پرانیستونکي دستورې د قطر د یوه مشهوراینفلوئينسر او هغه پرکوټ قاري غانم المفتاح او د امریکا دیوه مشهور هنرمند د مورګن فریمن له خوا د قرآني پرفارمنس په اجرا سره پیل شوې چې ددغه هیواد له خوا د ۲۰۲۲نړیوال جام دسفیر په توګه معرفي شوی دی.