IQNA

د هندو لور،د قرآن د تلاؤت ترټولو غوره جایزه وګټله(فلم)

16:24 - November 23, 2022
د خبر لمبر: 3486498
ایکنا-(تهران)په هندوستان کې د هندو یوط لس کلنې لور ددغه هیواد په یوې ځاي جشنوارې کې دقرآن کریم په زړه پورې تلاؤت سره  ترټولو غوره جایزه وګټله.

ایکناخبری آژانس د Siasat Daily، له قوله راپور راکړ، دغه زده کونکي لس کلنې هندو جینۍ چې پرواتي بابي  نومیږي، او په څلورم صنتف کې زده کړې کوي، په همداوروستیو کې په کرالا صوبې کې د کالیکوټ ښار کې په یوې هنري جشنوارې کې د قرآن د تلاؤت دسیالیو ګټونکي شوې ده.

د ځاي رسندویو  د راپور په اساس، (Chemmarathur West)  ښونځي دڅلورم صنف دغه  هندو زده کونکې د خپل  مورپلار په هڅونې سره  له خپلې غبرګونې خور سره یو ځ ای د عربی ژبې زده کولو ته  مخه کړه . ددغې جینۍ پلار نالیش بابي  د اطلاعاتو دټيکنالوجۍ یو متخصص او مور  پرابها ئې هم  دیوه حکومتی ښونځي معلمه ده .

 له ځينو مخالفتونو سره سره، پرواتي  چې په یوې هندو کورنۍ کې  زیږیدلې ده ، پخپلې سیمې کې  دمذهبی زغم او پیوستون په یوډول  بیلګې بدله شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4101877/%D8%AF%

captcha