ایکناخبری آژانس راپور راکوي،د یوه فلسطیني هنرمند ساهر ناصر سعدان بن کعبی آثارد خپل مهارت ،ن وښت او په دغې لارې کې د تجروبې د پياوړتیا لپاره د خوشخطۍ په لاره کې ددومدارو هڅو ښودنه کوي او ددغه هنرمند آثار د سنتی او تقلیدي هنرونو په چوکاټ کې دسته بندي نشي کیدلی. هغه تل هڅه کوي، نوي آثار وپنځوي او په عربی خوشخطۍ کې د دودو کلمو او سطرو ترمینځ رابطه د مخاطبانو لپاره په بصری ترکیباتو سره وړاندې کړي.
ساهر کعبی همدارازډير زیات هنري آوزارونه او د خوشخطۍ رودې کارولي دي او له دیني اومقدسو متنونو، دعربانو له کلتور او ادبیاتو او د فلسطین له ملی شفاهي میراثه الهام واخلی او دهغه په آثارو کې د قران آیتونه ،نبوي حدیثونه او د عربی او فلسطینی ادبیاتو شعرونه شامل دي.
هغه په یوه پورټریټ کې د اهل تسنن دیوه لوي عالم امام شافعي مشهوره قصیده «دعِ الأيامّ تفعلُ ماتشاءُ، وطِبْ نفسًا إذا حكَمَ القضاءُ: زمانې ته اجازت ورکړئچي هرڅه غواړي ترسره ئې کړي او د قضا او قدر له فرمانه خوشال شي؛ په ډير ښکلي انداز او خوشخطۍ سره لیکلې ده.
دغه مسلمان هنرمند خپلې تابلوګانې یا پورټریټس په پخوانۍ مرقعو سټایل سره لیکي، مرقع، د نقاشۍ او خوشخطۍ د ټوټو پخپلو کې سره ګنډل دي.
هغه د فلسطین او فلسطینیانو په ستایلو کې د اماراتو د یوه شاعر ؛صقر بن سلطان القاسمي؛شعرونه هم په یوه پورټریټ کې خوشخط لیکلي دي.
هغه د فلسطین ملی سبمولونه هم د خوشخطۍ په هنر کې هم نندارې ته وړاندې کوي او د فلسطین د یوه شاعر محمود درویش قصیدې اوشعرونه ئې هم د وطن پرستۍ ، هویّت او ژبې په مضمون سره په تابلوګانو باندې لیکلي دي او «الأرضُ تُوْرَثُ كاللغة: یعني ټاټوبی (وطن) د ژبې په څير په میراث کې رسیږي، په عنواان سره ئې ددغه شاعر د قصیدې په یوې برخې کې د سرزمین یا ټاټوبی ټکي ته خپل ډير زیات تابلوګانې بیّله کړي دي او دا موضوع ئې د هویّت د دوو اساسی عنصورونو په توګه،یعنی د ټاټوبی او ژبې او مادری ټاټوبي او خاورې مفهوم د مخاطب په درک کې ډيره پیاوړې کړې ده.
د ساهر الکعبی په تابلوګانو کې رنګ هم نفوذ کړی دی او د محمود درویش په شعر کې ئې د سرزمین یاټاټوبی ټکی ، په تور رنګ سره او نوره کلمې ئې په سره رنګ سره خوشخط لیکلي دي.
کلیدواژه ها: ساهر کعبی، خوش نویسی عرب، حس میهن پرستی، سرزمین فلسطین