IQNA

د ایران د پوځ سمندری ځواک قومانانانود امام خمینی له آئيدیاؤ سره بیعت نوی کړ

16:55 - November 26, 2022
د خبر لمبر: 3486512
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندری ځواک شجاع  ځوانان هرکال د حضرت امام خمیني په مرقد کې په شتون سره  د هغه بزرګوار له آئيډیاؤ سره  خپل میثاق نوی کوي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک قوماندانانو د ارواښاد ا مام په حرم کې په شتون سره  له  ارواښاد امام او شهیدانو له آرمانونو سره  خپل میثاث نوی کړ.

د ایران د اسلامی جمهوریت  دپوځ سمندري ځواک قوماندانانو  نن د اسلامی انقاب دارواښاد بنسټګر  حضرت امام  خمیني په پاک حرم کې ددغه سټراټژيک ځواک دقوماندان امیر البحر شهرام ایراني په شتون سره  دبعیّت دنوي کولو دستورې ترسره شوې.

په دغو د ستورو کې ګډون کونکو د ګلانو د ګډئ په ډالۍ کولو او د فاتحې او زیارت په لوستلو سره د ا رواښاد امام خمیني دلوړ مقام  احترام وکړ.

د لیندۍ یا قوس د میاشتې اوه مه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک  ورځ او د پيکان توغندوي کشتۍ د پرسنلو دحماسه پنځونې  کلیزه ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندری ځواک شجاع  ځوانان هرکال د حضرت امام خمیني په مرقد کې په شتون سره  د هغه بزرګوار له آئيډیاؤ سره  خپل میثاق نوی کوي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i124080

captcha