IQNA

د پاکستان په ټیلیویژن کې د اسلامی هنر نندارتون ویډیویی فلم خپور شو

7:33 - November 30, 2022
د خبر لمبر: 3486530
ایکنا-(تهران) د اسلامی هنرونو نندارتون چې په همداوروستیو کې د پاکستان په لاهور کې دایران دکلتوري خونې په ملګرتیا سره ترسره شوی،د پاکستان  له «Discover TV»   ټيلیویژنی چینل  له خوا زیات پوښښ ورکړل شو.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،دغه نندارتون د لړم یا عقرب د میاشتې له شپږویشتمې تر نهه ویشتمې نیټې پورې د ایران ،ترکیې او پاکستان  په شتون سره ترسره شو او د اسلامی خوشخطۍ، خطي نسخو او صوفیانه موسیقۍ پشمول د اسلامی هنر بیلابیل اړخونه ئې نندارې ته وړاندې کړل.

د پاکستان «Discover TV»   خصوصي ټیلیویژنی چینل په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې  له مسئول  حعفر روناس سره په خبرو کې دده پروګرام دځانګړنو په باب ځيني پوښتنې کړي  چې په ویډیوئي کلیپ کې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4103327

captcha