IQNA

په سویډ پسې په هالینډ کې هم د قرآن سپکاوی وشو

7:27 - January 24, 2023
د خبر لمبر: 3486794
ایکنا-(تهران) د سویډ د یوه افراطي یهودی په سپکاوي پسې په هالینډ کې ههم د یوې اسلام ضده ډلې مشر د قرآن کریم یوه نسخه ټوټه ټوټه کړه.

ایکناخبري آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،په سویډ کې دقرآن کریم د په سوځیدا پسې په هالینډ کې د اسلام ضده  او افراطي ډلې پګیدا رهبر اډوین واګنسفلډ هم په یوه بې شرمه او سپک اقدام کې د قرآن کریم یوه نسخه ټوټه ټوټه کړه.

ددغه راپور په اساس د ډيرو له نظره هغه څه چې اوس روان شوي دي، له دې زیات چې یوه شخړه وي،یوډول د تمدنونو جنګ دی  او دا لویدیځي تمدن دی چې له نورو تمدنونو سره ئې جنګ ته دنګلي دي

تیرې شنبې ورځې، د سویډ په سټاکهم کې د ترکیې د سفارت په وړاندې یوه سویډ-ډنمارکي افراطي سیاستوال  رامسس پالوډن  د پولیسوپه امنیت کې او د رسندویو د نمایندګانو په شتون سره د قرآن کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ چې په مسلمانو ملتونو او هیوادونو کې ئې دمحکومت،کرکې او غوسې څپه راوالاړه کړه  او اوس وار د هالینډ شو چې  دغه افراطي  او اسلام ضده یهودي هم خپل اصلیّت نندارې ته وړاندې کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4116759/%

captcha