IQNA

د افغانستان طالبان دې دمیرمنو او انجونو دحقوقو په باب خپله فیصله بیرته واخلي

7:20 - January 31, 2023
د خبر لمبر: 3486830
ایکنا-(تهران)د اسلامي ملګرتیا موسسې پخپلې یوې بیانیې کښې ویلي،دافغانستان طالبان باید د پوهنتونونو په امتحاناتو کښې د انجلیو د ګډون او د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز په هکله په خپلې فیصلې بیا کتنه وکړي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي ملګرتیا موسسې د افغانستان د انجلیو لپاره پوهنتونونو ته د لارې د موندلو لپاره د کنکور یعني د امتحان د ترسره کیدا د مخنیوی په هکله د طالبانو وروستۍ بیانیه ناهیله کونکي وبلله.

د اسلامي ملګرتیا موسسې په تیرې دوشنبې ورځ په یوې بیانیې کښې وویل طالبان باید د پوهنتونونو په امتحاناتو کښې د انجلیو د ګډون او د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز په هکله په خپلې فیصلې کښې بیا کتنه وکړي.

دغه موسسې په خصوصي پوهنتونونو کښې د انجلیو د نومونو د لیکلو د مخنیوي په هکله د طالبانو فیصله ناهیله کونکي وبلله.

مخکې د طالبانو د علومو وزیر« ندا محمد ندیم» ادعا کړي وه چې په پوهنتونونو کښې د سړیو او د ښځو د یوځاې درس ویلو د مخنیوي لپاره پوهنتونونو ته د ښځو په ورتلو باندې بندیز ضروري دی ځکه چې د هغه ادعا په پوهنتونونو کښې ځینې درسونه د اسلامي اصولي خلاف ورزۍ کونکي دي.

د دوه زره یویشتم میلادي کال په اګست میاشت کښې واک ته د طالبانو له بیا رسیدا وروسته دغه ډلې د افغانستان د ښځو او د انجلیو لپاره زیات محدودیتونه رامینځته کړي دي چې سبب شوي هغوې له عادي ژوند څخه لیرې پاتې شي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i127102

 

captcha