ایکناخبری آژانس د العهد له قوله راپور راکړ،د لبنان د حزب ا... د عمومی منشي مرستیال ، په ځينو عربو هیوادونو کې د قرآن کریم سپکاوي او په پاکستان کې د مسلمانانو وژله اوترهه ګراقدامات د لویدیځ ددیوالیه کیدا نښې نښانې وبللې.
شیخ نعیم قاسم پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې په سویډ،هالینډ اوځینو نورو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم قصدا سپکاوي او هغه هم د دوي د حکومتونو په څارنې سره ، د مسلمانانو په نسبت د ظلم او تاؤتریخوالی د اندازې ښودنه کوي چې هیڅکله هم د دوي اصولو او انحرافاتو ته نه تسلیمیږي.
شیخ نعیم قاسم ووئیل، د قرآن کریم په سپکاوي کې د لویدیځ جبرانیدا او په پاکستان کې د سلګونو خلکو د وژلو اوترور لپاره د امریکا د ملاتړ وړ داعشیانو اقدامات ، د انسان په سوئې د دوي د دیوالیه کیدا دنښو رابرسیره کیدل دي.
له دې مخکې هم دلبنان حزب ا... ولسی غورځنګ د لسګونو لمونځ ګوزارو د شهادت په باب په تسلیّت وئيلو سره ټينګار کړی ، چې په بوږنونکو جنایتونو او د مسلمانو هیوادونو دامنیت او ثبات د په نښه کولو باندې دتکفیری ډلو ټينګار،له هغو قاتلانو سره د مبارزې لپاره داسلامی هیوادنو د ملګرتیا رامینځةکیدا ته ضرورت لري چې په دروغو سره ددیندارۍ تظاهر کوي. حزب ا... عورځنګ د امنیت د ټينګولو لپاهر د پاکستان د حکومت دوه چنده هڅو او د دوي له ترهه ګرۍ سره دمقابلې او دمجرمانو دسزاکولو غوښتنه کړې ده.