IQNA

په ملایشیا کې د قرآني هنرونو نړیواله جشنواره پاي ته رسیدلې(انځورونه)

6:58 - February 01, 2023
د خبر لمبر: 3486835
ایکنا-(تهران)په ملایشیا کې د رستو قرآني هنرونو نړیواله جشنواره چې د مرغومې یا جدې د میاشتې په دیرشمه نیټه د ملایشیا په پوتراجایا کې وقاع د  رستو فاؤنډیشن د قرآن د چاپ او نشر په مرکز کې پيل شوې  او  د مختلفو هیوادونو دهنرمندانو کوربه وه، دسلواغې په لسمه نیټه  ماښام د پایزو دستورو په ترسره کیدا سره پاي ته ورسیده.

ملایشیا ته دایکنا دلیږل شوي خبریال د راپور په اساس،دملایشیا د قرآن  نړیواله جشنواره ،په دغه هیواد کې د ایران د کلتوري خونې په ملګرتیا او د اسلامی ارتباطاتو او فرهنګ د ادارې په مرستې سره  او د رستو بنیاد پشمول د یو شمیر ملایشیائي تنظیمونو او ادارو په همت  سره منظمه شوې او تر یولسو ورځو پورې یعني د سلواغې د میاشتې تر لسمې نیټې پورې د  عامو خلکو په تیره بیا د ماشومانو او کورنیو د نندارې کوربه وه.

دغه جشنواره د پیغمبر اکرم (ص) او اصحابو کرامو سره اړونده تاریخي آثارو، د کعبې د پرَدې ، رستو فاؤنډيشن دمحصولاتو دنندارتون او د ایرانیو ترکیه والو او عراقیانو دمختلفو هنرمندانو دهنري آثارو پشمول د مختلفو نندارتونونو  بیلابیلې  برخې ئې درلودې او دغه راز د مینیاتورۍ ،نقاشئ، خوشخطۍ او دقرآنی حکاکي لرونکو هنري ګوتو ننداره هم پکې وړاندې شوې وه.

 

 

 https://iqna.ir/fa/news/4118433

captcha