IQNA

د نبیانو تربیتي روده؛ موسی (ع)/۲۹

د حضرت موسی (ع)په کیسې کې له خرافاتو سره مقابله  

7:29 - September 20, 2023
د خبر لمبر: 3487980
ایکنا-(تهران) نن سبا د ټيکنالوجۍ له ودې او ډیرو زیاتو اطلاعاتو ته د خلکو په رسیدا سره ،د نادانۍ په لور ټتوله لاړې تړل شوي دي.په عین حال کې دنړۍ په مختلفو سیمو کې لیدل کیږي ځینني ځلک په یو لړ خرافاتو باندې په استناد سره چې د نادانۍ له امله دي ،ځيني ځيږ او ناسم کارونه کوي. له خرافاتو سره مبارزې او په ټولنې کې د نادانۍ د جرړو اوچولو د پيغمبرانو په سیرت کې مناسب عکس العملونه درلودلي دي.

یو هغه خنډ چې  د استاد یا روزونکي لپاره  لاره ناسمه کوي، خرافات ،بدعتونه او بې اساسه تقلیدونه دي چې هره ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده .دغه عوامل د خلکو په ذهنونو اوفکرونو کې په نفوذ سره ، د حق او حقیقت لاره بندوي او په نتیجط کې  ددوي په زړونو کې د حق کلام اغیزې نه شیندي

خرافات د چټي خبرو ،بې بنیاده عقیدو،چټي مطلبونو او  او د نوي والي په معنا  هم دي ،په دین کې نوی والی یعني هغه څه چې په دین کې نشته ،له خپل پلوه ئې په دین کې  وارد کړو اویا په بله معنا ،یو شمیر شیان په دین کې جعلی راپورته کړو چې البته یوه ترټولو لویه ګناه ده.

 له خرافاتو او انحرافاتو سره د مبارزې روزنیزه روده ، د شرائطو د اصلاخ له اصل څخه یوه ویستل شوي روده ده او قرآن کریم  د ژوند د ټولو دستوراتو  د لرونکي یو ترټولو روزونکی او جامع کتاب په توګه،د خلکو د اصلاح لپاره له دغې رودې استفاده کړې ده . په دغه ډول روزنیزې رودې کې د استاد دنده دا ده چې له ویرې پرته دبدعت لاره ونیسي  او دا هغه عهد دی چې خداوند کریم له هغه اخستی دی.

پيغمبرانو زیاتره  له دغې رودې استفاده کړې ده چې   له خرافاتي دینونو  اودستورو سره د دوي مبارزه په قرآن کې ذکر شوې ده .دمثال په توګه ، حضرت ابراهیم علیه السلام  د کافرانو په وړاندې استقامت وکړ او په شجاعت او شهامت سره ئې وفرمائيل؛ وَ تَاللهِ لَأَکِیدَنَّ أَصْنامَکُمْ بَعْدَ أَنْ تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ ؛  ااو په خداي قسم،د تاسو په نه شتون کې  د تاسو د بتانو د نابودلو لپاره یوه نقشه انځورم(انبیاء-57)

حضرت موسی هم له دغې رودې استفاده کړې او هڅه اوکوشش ئې پر دې ؤ چې د بت پرستۍ ریښه وچه کړي .

«وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْا عَلَى قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَى أَصْنَامٍ لَهُمْ  قَالُوا يَا مُوسَى اجْعَلْ لَنَا إِلَهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ  قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ ؛  او بنی اسرائيل مو(سالم) له سمندره پورې کړل،(ناڅاپي) پخپلې لارې کې یوې ډلې ته ورسیدل چې  د خپلو  بتانو ترشاوخوا ،په احترام او خضوع سره غونډ شوي وو.(په دغه وخت کې بنی اسرائيلو) موسی ته ووئيل؛  ته هم د مولپاره یو معبود جوړ کړه، هماغه شان چې  دوي  معبودان (او خدایان ) لري،! ووئيل، تاسو یو جاهل او نادان ټولی یاست:: (اعراف -138)

ړوند تقلید لامل کیږي چې  انسان له خپل پیغمبره هم دا توقع ولرل شي چې بت پرستي تائيد کړي،سره له دې چې   تر کلونو کلونو پورې  د حضرت موسی علیه السلام له وجوده له توحید پرته بل څه نه  دي آوریدلي او له واخد خداي پرستۍ  بلنې پرته په بل شي پسې شوی نه دی ،خو شرک  ئې د ړانده تقلید په اساس منلی دی او خپل پیغمبر ته هم وړاندیز کوي چې دغه شرک  تائيد کړي.حضرت موسی(ع)  په دغه جاهل اونادان  وړاندیز ډير خپه شو او هغوي ته مخ واړوه او وې وئيل؛

 تاسو یو جاهل اوبې خبره ټولی ئۍ!

ځکه چې د بت پرستۍ سرچینه  ،د انسان جهل او ناداني ده :::  

 حضرت موسی (ع) هغوي ته وائي ، تاسو هغه  خلک ئۍ چې په نادانۍ کې  ډوب شوي یاست .

captcha