IQNA

هند کښې د ړندو ځانګړی د قرآن ملی مقابلې ړومبۍ دوره پیل شوه

0:36 - June 25, 2015
د خبر لمبر: 3318412
نړیواله ډله: د ړندو ځانګړی قرآن حفظ ملی مقابلې ړومبنۍ دوره د ۱۷ قرآن حافظانو شرکت سره په هند کښې پیل شوه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «hqmi.org» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا مقابلې په هند کښې د خپل نوعیت ړومبنی قرآنی مقابلې دې چې د هند پتکل ښار حافظانو انجمن په همت سره او د قرآن کریم حفظ نړیواله انجمن په همکاری سره پیل شوه.

همدارنګه د دې قرآنی مقابلو دورې فیصله کوونکو کمېټې هم د هند پتکل ښار اسلامی پوهنتون استادانو او د دې ښار د قرآن حافظانو انجمن وتلې قاریان وو.

شیخ خالد ابراهیم، شیخ قاری عبدالرحیم د هند «اشاعة العلوم» پوهنتون نه، هاشم الاهدل د قرآن کریم حفظ نړیواله انجمن غړی او نور د قرآن علمونو لېوالو او یو شمېر د هند ښاریانو د ګټونکو نه لمانځلو مراسمو کې او د هند پتکل ښار ړندو قرآن حفظ مقابلو ړومبنۍ دوره کښې شرکت وکړو.

http://iqna.ir/fa/News/3317744

captcha