قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان «جنګ» ورځپاڼې نه په نقل، د پاکستان سترې محاکمې خپل نوې حکم کښې رسنۍ محدود کړی چې هر قسمه اختلافی مسئلو، د تکفیری ډلو تبلیغ، د ترهګری ډلو نه حمایت او هر هغه خبر چې د اسلام او د دې هیواد د ګټو سره خلاف وې خپرولو نه مخ نیوې وکړی.
ملی چارو کې د پاکستان د ړومبنی وزیر مرستیال عرفان صدیقی وویل: د دې حکم اجرا به د دې هیواد رسنۍ تاریخ کې لوی کار شمېرلی کېږی.
هغه وویل: مونږ د ملی رسنۍ هیڅ قسمه آراء او نیوکو سره مخالفت نه کوو، خو بیا زمونږ انتظار دا وې چې ملی رسنۍ خپلو نیوکو سره سره د هیواد او اسلام ګټو ته پام وکړی.
د دې حکم په رڼا کې چې اجراء یی لازمی ده د پاکستان اطلاعاتو وزیر د اسلامی ټولو فرقو په خلاف هر قسمه را پارېدونکې تقریر، د هر مذهب منونکو خلاف هر قسمه مرکه او د ترهګرو او افراطی ډلو خبرونو خپرولو باندې بندیز لګولې دی.
په دې حکم کښې د پاکستان بنسټګر محمد علی جناح، او د شاعر مشرق علامه اقبال لاهوری سپکاوې باندې هم بندیز لګولې دی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3349600