قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آیسسکو اسلامی سازمان له ویبپاڼې د دې خبر په هکله لیکلې: د آیسسکو ستر مشر عبدالعزیز بن عثمان التویجیزی له اړخه د هغه مرستیال امینه الحجری به د دې جشن«۲۰۱۷ کال کې د اسلامی نړۍ کلتوري مرکز، مشهد» پرانیستا کوې او د دغه سازمان د ستر مشر پیغام به لولي.
د آیسسکو د ساظمان ویبپاڼې د لیکلې چې د «۲۰۱۷ کال کې د اسلامی نړۍ کلتوري مرکز، مشهد» جشن پرانیستا به د دې کال ۵ بهمن باندې د ایران د اسلامی لارښوونې او کلتور وزیر مرستیال او د دې ځې د کلتوري او محلي چارواکو په شتون سره پیل کېږي.
همدارنګه، د آیسسکو ستر مشر مرستیال به د پیر په ورځ، د «۲۰۱۷ کال کې د اسلامی نړۍ کلتوري مرکز، مشهد» جشن باندې څارنه کوونکې کمیتۍ سره یو غونډه کې کتنه کوي او د ګل په ورځ به د دغه پروګرام پرانیستا کې هم ګډون کوې.
یادښتونه: د اسلامی کلتور، علمونو او زدکړو سازمان(آیسسکو) د مشهد سپېڅلې ښار د سوډان ښار سنار، د اردن ښار امان او د اوګانډا ښار کامیالا د اسلامی نړۍ څلور مرکزونه په کال ۲۰۱۷ کې معرفي کړي دي.