قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Imamhussain.org ویبپاڼې نه په نقل، دا قرآنی محفلونه په هند کې د امیرالمومنین علیه السلام هر کلیزې کلتوري پنځمې جشنوزمه سره په څنګ کې پیل کېږي.
دا جشنوزمه هر کال د امام علی علیه السلام د زوکړې په مناسبت په ۱۳ رجب باندې هند کې پيل کېږي.
هند کې د امیر المومنین علیه السلام جشنوزمه د حضرت عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه پيل کېږي او د عراق نور سپېڅلې زیارتونه سره د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت په دغه جشنوزمه پيل کولو کې همکاري لري.
د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت استازي شیخ علی الفتلاوی د جشنوزمې په اړه وویل: د کتاب نندارتون، د قرآن محفل چې په کې د عراق سپېڅلې زیارتونو نړیواله قاریان به شتون لري، هند کې د یتیمانو د مرکزونو، د امام باړو، د جوماتونو نه کتنه او د دیني مقابلو پیل کول دا ټولې د دې جشنوزمې پروګرامونه دې چې د اهل بیت علیهم السلام د کلتور په خپرولو باندې اعتقاد لرلو په هدف سره به پیل کېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3587487