ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان لومړي وزیرعمران خان پرون په یولړ څرګندونو کې له هیوادونو سره د اړیکو په ټینګولو کې د پاکستان په خپلواکۍ په ټینګار سره زیاته کړه په افغانستان کې له ناټو سره د پاکستان ملګرتیا د ترهه ګرۍ پرضد په جنګ کې د اتیا زره پاکستانیانو د قربانی کیدا او ددغه هیواد اقتصاد ته د سل میلیارډ ډالرو د تاوان سبب شوی ده .
د پاکستان لومړی وزیر په وروستیوکلونوکې له ناټو سره د خپل هیواد د ملګرتیا نتیجه تاواني بللې ده .
عمران خان په اوکرین د روسیې د حملې د غندلو په اړه اسلام اباد ته د ناټو د غړیو هیوادونو د سفیرانو د لیک په غبرګون کې وویل په تیر وخت کې له ناټو سره ملګرتیا د پاکستان لپاره له تاوان پرته بله نتیجه نده درلودلی .
عمران خان له هیوادونو سره د اړیکو په ټینګولو کې د پاکستان په خپلواکۍ په ټینګار سره زیاته کړه په افغانستان کې له ناټو سره د پاکستان ملګرتیا د ترهه ګرۍ پرضد په جنګ کې د اتیا زره پاکستانیانو د قربانی کیدا او د دغه هیواد اقتصاد ته د سل میلیارډ ډالرو د تاوان سبب شوی ده .
عمران خان د پاکستان حکومت ته د لیک د لیکلو په اړه د ناټو د غړیو هیوادونو د سفیرانو په اقدام په نیوکې سره وویل هغه وخت چی پاکستان د افغانستان په جنګ کې له ناټو ملاتړ وکړ نو دغو هیوادونو د اسلام اباد د مننې په ځای د خپلې ماتې عامل پاکستان وباله اوس تمه لري چی اسلام اباد په پټو سترګو د هغو په غوښتنو عمل وکړی .
د ناتو د غړیو هیوادونو د سفیرانو په لیک په نیوکه کې د پاکستان د لومړی وزیر څرګندونې په افغانستان کې د ناټو د ویجاړونکی کړچار اوپر پاکستان د دغه جنګ د تاوانی اغیزو له امله دې . د افغانستان په جنګ کې له ناټو سره په ملګرتیا کې د پاکستان تجروبه ډیر بده او ترخه ده . په افغانستان کې جنګ سبب شو چی په دغه هیواد کې د فعالې ترهه ګرۍ لمن پاکستان ته هم وغځیږي .
د افغانستان له خاورې پا کستان ته د ترهه ګرۍ پراختیا او نفوذ سبب شو چی په دغه هیواد کې ناامنۍ ډیره زیاته شی او د افغانستان په جنګ کې د ناټو د ناکام شتون په شلو کلونو کې پاکستان ډیر پراخ انساني تلفات او مالی تاوانونه کړي دي .
د افغانستان د جنګ تر اغیز لاندې د پاکستان د زرګونو کسانو د وژل کیدا د دلیل زیاتره برخه د پاکستان په قبایلی سیمو د ترهه ګرو د پناه اخیستلو په پلمه د دغه هیواد په قبایلی سیمو د امریکا د ډرون الوتکو په حملوکې وه .
جالبه دا چی د پاکستان قبایلی سیمې د افغانستان له جنګه مخکې د ترهه ګرو ځایونه نه وو او په افغانستان د امریکا په حملې او په دغه جنګ کې د ناټو په ګډون سره ترهه ګر د بهرنیو عسکرو له حملو په امان کې پاتې کیدا لپاره د پاکستان خاورې ته اوړیدل .
له دې سره سره چی د پاکستانی چارواکو د اعلان په اساس د افغانستان د جنګ له امله څه د پاسه اتیا زره پاکستانیان وژل شوی او دغه هیواد ته سل میلیارډ ډالره تاوان رسیدلې دې ، خو امریکا او د ناټو غړیو هیوادونو تل پاکستان په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د ماتې کناهګار معرفی کړې دې .
په داسې شرایطو کې چی د پاکستان د وخت حکومتونو په افغانستان کې له ناټو سره پراخه ملګرتیا درلوده او حتی د دغې ملګرتیا په اړه د مخالفو ګوندونو له نیوکو سره مخامخ وو ، خو په افغانستان کې د ناټو په ماته خوړلی شل کلن شتون کې پاکستان تل د لویدیځو لخوا د ترهه ګرۍ له مسلې سره د دوه ګوڼی او غیرشفاف چلند تور ن کړې دې .
البته باید پام وشی چی عمران خان څه د پاکستان د وخت د حکومتونو د مخالف ګوند په توګه او څه په اوسنیو شرایطو کې چی قدرت په لاس کې لری ، په افغانستان کې له ناټوسره د ملګرتیا او په قبایلی سیمو د امریکا د ډرون الوتکو د حملو جدی مخالف دې چی د پاکستان په عمومی افکارو کې هغه د هغه شخصیت په توګه پیژندل کیږی چی له لویدیځ په تیره بیا ناټو سره په ملګرتیا کې په ملی ګټو په ټینګار سره خاص ملاحظات لري .
د یوکرین په اړه د ناټو دوکه کونکی سیاست ته په پام سره چی دغه هیواد یې د جنګ ډګر ته ورداخل کړ ، عمران خان چمتو ندې د رسویې د اقدام په غندلو کې دناټو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی .