IQNA

د قرآنکریم سورتونه/۱۰۰

خدای ته په ناشکريو سره د انسان ملامتي

16:23 - August 01, 2023
د خبر لمبر: 3487720
ایکنا – (تهران) انسان د الله پاک پيداکړی تر ټولو غوره مخلوق دی، خو د قرآنکريم په ځينو آيتونو کې انسان د خدای له لوري ملامت شوی دی، لکه کله چې د خدای ناشکري کوي، په داسې حال کې چې د خدای نعمتونه او بخششونه يې هېر کړي وي.

د قرآنکریم سلمه سوره "عادیات" نومېږي. دا سورت د 11 آیتونو په درلودو سره د قرآنکریم په 30م سپارې کې دی. په دې اړه اختلاف شته چې د عادیات سورت مکي دی که مدني. دا سورت د نازلېدو په ترتیب کې څوارلسم سورت دی چې د اسلام پر پیغمبر نازل شوی دی.

" عادیات " د تیز رفتار آسونه دي، چې د حرکت پرمهال غږ یې اورېدل کېږي. د دې سورت په لومړي آيت کې خداى تعالی په داسې تيارو آسونو او پر آسونو سپرو کسانو قسم خوري چې د آسونو د پښو له تلیو څخه اور وځي او سهار وختي پر دښمن بريد کوي. له همدې امله دې سورت ته " عادیات " ویل کېږي.

د دې سورت موضوعات عبارت دي له: 1. په تیز رفتاره جنګي آسونو قسم او د هغه چا ستاینه چې د خدای په لاره کې جهاد کوي. 2. د اسلامي پوځ د بریا انځورول؛ 3. د انسان حرص او ناشکري؛ 4. د قيامت په ورځ د مړو راژوندي کېدل.

عادیات سورت د خداى په لاره کې د جهاد کوونکو او سرتېرو ستاینې او د جګړې د صحنې انځورول، د خپل رب پروړاندې د انسان ناشکري او د پيسو او دنيا پالنې په وجه د انسان بخل په ګوته کوي او د قیامت د ورځې ځانګړتياوې او د هغې ورځې څرنګوالی بیانوي.

په دې سورت کې انسان د خدای پروړاندې د ناشکرۍ له امله ملامت شوی دی: «إِنَّ الْإِنسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ: «او انسان د خپل رب پروړاندې ډېر ناشکره دی» (عادیات /۶). په نورو آيتونو کې هم انسان د ځينو خصلتونو د لرلو له امله ملامت شوى دى. د بېلګې په توګه، د ظالم او ناپوه والي، حریص والي، ناهیلۍ، بې صبرۍ او بخل له امله. خو په ځينو آيتونو كې انسان ته پر نورو مخلوقاتو فضيلت وركول شوى دى. دا دوه ګونی والی د دې حقیقت له امله دی، چې په انسان کې د پریکړې کولو دوه ډوله وسیلې شتون لري: یوه یې عقل او بله یې غریزه ده. که د خدای د خدمت او الهي روزنې په لاره روان وي، غوره والی ترلاسه کوي او که د خواهشاتو او طمعې په لاره کې روان وي، له خپل اصلي هدف څخه لیرې کېږي.

له خپل اصلي هدف څخه د انسان د انحراف يو لامل له دنياوي شتمنيو سره د هغه سخته مينه ده: «إِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ: (په حقيقت کې هغه سخت له شتمنۍ سره مینه لري) (عادیات /٨) . قرآنکریم د دنیا شتمني د "خیر" (ښه) په توګه تعبیر کړې، ترڅو پوه کړي چې په نړۍ کې د انسان پیسې او شتمنۍ باید له سمې لارې ترلاسه شي او په سمه توګه او په سمه لاره وکارول شي.

البته علامه طباطبایي په دې عقیده دی، چې په دې آیت کې "خیر" یوازې پیسې او مال نه دی او دا چې انسان په طبیعي توګه له ښو شیانو سره مینه لري او خواته یې ځي، نو همدا د دې لامل کېږي چې د خدای شکر کول هېر کړي.

کلیدي کلمې: د قرآنکریم سورتونه، 114،  قرآنکریم، د خدای د شکر کولو اغېزه، د مړو بیا ژوندي کېدل

captcha