IQNA

مالیزیايي استاد څرګنده کړه: د لوېدیځو هېوادونو لپاره د قرآن د حقیقت په تړاو د پوهاوي اړینتیا

10:27 - August 03, 2023
د خبر لمبر: 3487732
ایکنا – (تهران) د مالیزیا پوهنتون  د اسلامي تاریخ او تمدن برخې مشر وویل: قرآن د مسلمانانو سره کرښه ده او باید په لوېديځ کې خلکو ته په پوهاوي سره، دوی د اسلام او قرآن له حقیقت څخه خبر کړو.

د ګران کتاب نړیوال ویبینار د ایکنا په نوښت او د پوهنتوني کسانو له آنده قرآن ته د سپکاوي له تکرار څخه د مخنیوي لپاره د مهمو ګامونو د څېړلو په موخه، د سه شنبې په ورځ د زمري په لسمې نېټې ترسره شو.

د مالیزیا د مالایای پوهنتون د اسلامي تمدن او تاریخ برخې مشر محمد رسلان بن محمد نور د دې ویبینار له ترسره کوونکو په مننې سره خپلې خبرې د حجر سورې په ۹ آیت ( «إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ، له شک پرته موږ دا قرآن په تاسو نازل کړ او یقینا د هغه ساتونکي به یو) سره پیل کړل او وویل: خدای تعالی په خپل کتاب کې ژمنه کړې چې خپله د قرآن ساتنه کوي؛ دا مقدس کتاب په تېرو ۱۴۰۰ کلونو کې په هماغه ډول چې نازل شوی، ساتل شوی او د قرآن سوځول او سپکاوی د هغه پر مقام او پاکوالي کومه اغېزه نه لري.

هغه زیاته کړه: ډېری مسلمانان چې په لوېدېځ کې ژوند کوي، غیر سپین پوستي او له بېلابېلو هېوادونو څخه دي. اسلامي مقدساتو ته سپکاوی معمولا د ښې اړخو سخت درېځو ډلو له خوا ملاتړ او ترسره کېږي، چې د مسلمانو کډوالو پر وړاندې دي او د لوېدیځ پروړاندې د مسلمانانو بې بنسټه توطئه مطرح کوي. په وروستي مورد کې په سویډن کې هم  یوعراقي کډوال وګړي قرآن ته سپکاوی وکړ، چې ډېری کسان باور لري دا ګام یې د ښې اړخه سخت درېځو ډلو په ملاتړ سره ترسره کړی دی.

د مالیزیا د مالایا پوهنتون د اسلامي تمدن او تاریخ برخې مشر په دوام سره وویل: دا چې نړیوالې ټولنې دې موضوع ته غبرګون وښود، کافي نه وو ځکه دا سپکاوی بیاځلي تکرار شو. په عربستان، ایران او عراق کې د سویډن د سفیر او شارژدافیر ورغوښتل مثبت کار وو.

دې مالیزیايي استاد زیاته کړه: په مالیزیا کې زموږ لومړي وزیر متفاومت درېځ غوره کړ؛ هغه اعلان وکړ چې یو میلیون نسخې قرآن په مسلمانو او غیر مسلمانو هېوادونو کې ووېشل شي. موږ د قرآن په وېشلو سره هوډ لرو چې بېلابېل کسان د دې مقدس کتاب له منځ پانګې څخه خبر کړو.

هغه څرګنده کړه: موږ باوري یو چې د بیان آزادي باید سرې کرښې ولري، چې له هغو څخه تېر نه شي. قرآن د مسلمانانو سره کرښه ده.

هغه ټینګار وکړ: په لوېديځ کې د قرآنکریم له سپکاوي سره د مقابلې لپاره زما بل وړاندیز دا دی، چې د اسلامي همکارۍ سازمان هېوادونه د سپکاوي کوونکو له هېوادونو سره خپلې اړیکې کمې کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4159777

captcha