IQNA

د قرآن سورتونه/ 102

د تکاثر په سورت کې د انسانانو د بې ارزښته مسابقې انځورول

16:23 - August 06, 2023
د خبر لمبر: 3487745
ایکنا – ( تهران) انسانان د نورو په پرتله د غوره احساس درلودو لپاره هڅه کوي چې خپل مالونه ډېر کړي. دا هڅې د دې لامل کېږي چې یو څوک پرته له دې چې وغواړي سیالي وکړي؛ هغه بې ارزښته مسابقه چې خلک له اصلي هدف څخه لرې کوي.

 د قرآنکریم یو سل او دویم سورت «تکاثر» نومېږي. دا سورت په 8 آیتونو سره په 30مه سپاره کې دی. " تکاثر " چې د مکي سورتونو څخه یو دی، د نازلېدو په ترتیب کې 16 سورت دی، چې د اسلام پر پیغمبر باندې نازل شوی.

د تکاثر کلمه په مال او عظمت باندې فخر کول دي، چې دا کلمه په لومړي آيت کې راغلې ده نو له همدې امله دې سورت ته تکاثر ويل کېږي.

د تکاثر کلمه دوه ځلې په قرآن کې ذکر شوې ده. د تکاثر د سورت په لومړي آيت کې او  هم د حديد سورت په شلم آيت کې. په ځینو تفسیرونو کې تکاثر د یو څه د دوام په معنی راغلی دی. له دې امله هغه څه چې د تکاثر په سورت کې غندل شوي، د شتمنۍ د راټولولو او د ټولنیز مقام ترلاسه کولو لپاره د غرور او سیالۍ دوام دی.

د دې سورت محتوا د هغو خلکو غندل دي چې د بې ارزښته مسلو له امله یو له بل سره سیالي کوي. بیا د قیامت د ورځې او د دوزخ د اور په اړه خبرداری ورکوي او یادونه کوي چې د قیامت په ورځ به له دوی څخه د هغه نعمتونو په اړه پوښتنه وشي، کوم چې انسانانو ته ورکړل شوي دي.

د تکاثر په سورت کې خلک د مال، اولاد، ملګرو او اصحابو په راټولولو کې د مقابلې لپاره ملامتوي؛ هغه چلند چې دوی د خدای او ریښتینې خوښۍ څخه لرې کوي. دا سورت دا ګواښ هم کوي چې دا ډول خلک به ډېر ژر د خپلو باطلو تفریحاتو پایله وویني او په نږدې راتلونکي کې به د هغو نعمتونو په اړه ترې پوښتنه وشي کوم چې دوی ته ورکړل شوي دي.

دا سورت هغو قومونو ته اشاره کوي چې د خپلې قبیلې شتمني او نفوس یې په نورو باندې د خپل برتری ښودلو لپاره شمېرل او په دې مسله یې فخر کولو. حتی د قبیلې د خلکو د زیاتوالي لپاره، دوی قبرستان ته تلل او د هرې قبیلې د مړو قبرونه یې شمېرل.

د هغه څه له مخې چې په دې سورت کې ذکر شوي، دا تفریحي او بې ګټې سیالي د دې لامل کېږي، چې خلک د خدای له ذکر، د قیامت  له ورځې او د انسان  له اصلي هدف څخه لیرې شي.

ځينو مفسرينو دا دوه آيتونه په همدې خبره تكرار او ټینګار ګڼلی دی او دواړه له هغو عذابونو خبر ورکړی، چې متکبرانو ته انتظار باسي.

په داسې حال کې چې ځينو مفسرينو په لومړي آيت کې د قبر د عذاب او هغه عذاب ته اشاره کړې ده چې انسان له مرګ وروسته ورسره مخ کېږي او دويم آيت يې د قيامت عذاب ته اشاره کړې ده.

له دې سورت څخه موږ دې نتیجې ته رسېږو چې د غرور او ځان ښودلو اصلي لامل د الهي اجر او عذاب په اړه ناپوهي او د قیامت په ورځ د ایمان نه درلودل دي. همدارنګه، کله چې خلک له ناکامۍ او کمزورۍ سره مخ کېږي، نو د غرور او درواغو په لور ځي.

کلیدي کلمې: د قرآنکریم سورتونه، 114، قرآنکریم، تکاثر سورت ، د انسانانو سیالي، د شتمنیو راټولول

 

captcha