IQNA

د پیغمبرانو روزنیزه طریقه؛ موسی (ع)/ ۱۸

د حضرت موسی (ع) په کیسه کې ابتلاء او امتحان

16:43 - August 09, 2023
د خبر لمبر: 3487765
ایکنا – (تهران) د اولوالعزم پیغمبرانو په توګه، حضرت موسی (ع) د بني اسرائیلو د روزنې لپاره یوه طریقه کارولې، چې د کلونو راهیسې د مختلفو ښوونکو لخوا کارول کېږي. د دې میتود له مخې، روزل شوی په داسې حالت کې راځي چې د دې لارې د دوام لپاره د هغه چمتووالی او وړتیا ارزول کېږي.

 په قرآني اصطلاح کې ابتلاء د الله تعالی په اراده سره د بنده ګانو د شرایطو بدلون او تغییر او مطلوبه پایله، د بندګۍ د استعداد کشف او د بندګۍ په لاره کې بنده ته تقویت او وده ورکول دي.

هرکله چې وغواړو یو کس د روزنې منزل ته د رسولو لپاره رهنمايي کړو، باید د یو لړ کارونو له لارې پوه شو چې هغه د دې منزل لپاره څومره چمتو دی، ترڅو وکولای شو په سمه توګه د دې لارې او د وړتیاوو د  راڅرګندېدو  لپاره اړینه زمینه برابره کړو. د دې لپاره چې وړتیاوې څرګندې شي باید یو لړ کارونه چې د روزنې لپاره مناسب دي هغه ته معرفي کړو. دې عمل ته ابتلاء وايي.

د ابتلاء او آزموينې د روزنیزه طريقه يوازې د دې لپاره نه ده چې يو څوک وآزمويي او د هغه ښه او بد يا د هغه کمزورۍ او قوت معلوم کړي.

بلکې مهم اثر يې دا دی چې انسان ته امتياز ورکوي او الودګي يې له منځه وړي او پاکوي یې. نو په دې طریقه کې نه یوازې د انسان کمزورتیا او قوت څرګندېږي، بلکې د هغه د دې زمینه براریږي چې د هغه کمزورتیا له منځه ولاړه او قوت یې زیات شي او له دې شیانو څخه د خپل تکامل او ودې لپاره کار واخلي.دا دننه پاکوالی یوازې د ابتلاء او امتحان له صحنو سره د متربي (روزل کېدونکي) په عملي بڼه مخ کېدل دي.

حضرت موسی (ع) بني اسرائيل په دې حالت کې راوستل او غوښتل يې چې د دوی داخلي ککړتيا لیرې کړي. د بېلګې په توګه :

له بني اسرائيلو څخه يو تن وژل کېږي، په داسې حال کې چې قاتل يې معلوم نه دی. د بني اسرائيلو د قبيلو او ډلو تر منځ شخړه او جګړه پیلېږي، هر يو دا قتل د بلې قبيلې او نورو قبيلو غړو ته منسوبوي او ځان بې ګناه ګڼي، په پای کې قضاوت حضرت موسى (ع) ته ورکوي او د ستونزه د حل غوښتنه کوي، حضرت وفرمايل:

«وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُوا بَقَرَةً  قَالُوا أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا  قَالَ أَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ : او (یاد کړه) کله چې موسی خپل قوم ته وویل: خدای تاسو ته امر کوي چې یوه غواحلاله کړئ (او د هغه د بدن یوه ټوټه په وژل شوي کس باندې چې قاتل یې معلوم نه دی ووهئ، ترڅو هغه ژوندی شي او خپل قاتل معلوم کړي او شخړه پایته ورسېږي) دوی وویل: "آیا تاسو په موږ ملنډې کوئ؟" (موسى) وفرمايل: زه خداى ته پناه وړم له دې چې له جاهلانو څخه و اوسم. (بقره: 67)

له دې غوښتنې وروسته حضرت موسی د بني اسرائیلو له ډېرو بهانو سره مخ شو. دوی تل له موسی علیه السلام څخه پوښتنه کوله چې دا غوا څه ده؟ څه ډول رنګ لري؟ چاغه ده که ډنګره او ....

په داسې حال کې چې که دوی دې بهانو ته دوام ورکړی نه وای. وروسته له دې چې د غوا د حلالولو امر وشو، دوی یوه غوا حلالوله او له شخړې خلاصېدل.

ځکه چې بني اسرائيل د مصريانو له خوا د ډېرو کلونو لپاره غندل شوي وو، نو د مصريانو عقيده پر هغوى غالبه شوې وه. د مصریانو یو له مقدسو شیانو څخه غوا وه. ځکه چې اسرائیلو له  دوی سره تړاو درلود، د غوا عبادت کول په تدریجي ډول د دوی ترمنځ خپور شو.

له همدې امله د دې امتحان و ابتلاء (د غوا ذبحه کولو) معنی دا وه چې د غوا په حلالولو سره، د (غوا) عظمت او بزرګي چې پخوا يې د هغې پر خدايي باور درلود، له منځه ولاړ شي.

* په قرآنکریم کې د حضرت موسی (ع) د تعلیمي اړخونو له تحلیلي مطالعې څخه اخیستل شوی

کلیدي کلمې: قرآن، روزنیزه تګلاره، ابتلاء ، موسی

captcha