ایکنا نیوز د موازین نیوز له قوله راپور راکړ، په دغه بوږنونوکی اور کې چې د عراق د موصل په ختیځ کې په الحمدانیه ولسوالۍ کې د واده په یوه هال کې رامینځةشوی ،د وروستیو اطلاعاتو به اساس کابو سوسل پنځلس کسان وژل شوي او کابو دوه سوه نور ټپیان شوي دي.
د عراق ستر د یني مرجع آیت الله سیستاني په دې مناسبت دتسلیّت د پيغام په صادرولو سره له غمجنو کورنیو سره غم رازی ښکاري کړې او دزخمنیانو لپاره ئې د سلامتیا دعا کړې ده.
د آيت الله سیستاني ددفتر په دغه پیغام کې راغلي دی ،ستردیني مرجع د الحمدانیه سیمې په دغې غمجنې پيښې چې په سلګونو کسان پکې قربانیان اوټپیان شوي دي ،له غمجنو کورنیو سره خواخوږي اوهمدردي ښکاره کړې او د ټپیانو لپاره ئې د خداوندمتعال په درګاه کې د سلامتیا دعا کړې ده .
د عراق لومړی وزیر هم په دې پيښې په درست عراق کې درې ورځې عمومی ویر اعلان کړی دی. دغه را زد نینوا ولایت ګورنر نجم الجبوري هم ددغه اور د قربانیانو او ټپیانو سره دخواخوږئ په خاطر په درست ولایت کې تر یوې اونۍ پورې عمومي ویر اعلان کړی دی او وئيلي ئې دي ،په نینوا ولایت کې به تر بلې اطلاع پورې د پيغمبر اکرم (ص) نیکمرغه میلاد ځانګړي جشنونه هم لغوه او په پنجشنبې ورځې هم په درست ولایت کې د قربانیانو په احترام کې یوه دقیقه خاموشي اختیار کړي. هغه همداراز له درستو خلکو غوښتي د قربانیانو د مغفرت او د ټپيانو لپاره ئې اجتماعی دعاګانې وکړي.د عراق د مدني دفاع اورګان هم په دې ماسبت د همدردۍ په ښودلو سره د اور دلیل هم په دغو دستورو کې د آتش بازۍ له بې ځایه او پراخې استفادې له امله او غیر قصدي اعلان کړی او وئيلي ئې دي ،چې د واده د هال چت په داسې پينل سره پوښل شوی ؤ چې د امنیت دستورالعملونه پکې نه ؤ رعایت شوي ،نو ځکه مرګ ژوبلې هم زیاتې او اور هم ډير پراخ شو.
په عین حال کې د عراق ولسمشر هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،هغه څه چې په الحمدانیه ولسوالۍ کې پيښ شوي یوه داسې ستره درناکه پيښه ده چچې د ټولو زړونه ئې ودردول اوب اید ددغې پيښئې دڅرنګوالي دمعلومولو لپاره سملاسي څيړنې پيل شی او دغه شان پيښو دتکراریدا د محنیوي لپاره درست امنیتی تابیاوې غوره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4171480