IQNA

د پوځ سمندري ځواک د هیواد او اسلامی نظام لوی ظرفیّت دی

15:13 - November 28, 2023
د خبر لمبر: 3488343
 ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په دې خبرې په ټينګار سره چې دپوځ سمندری ځواک د هیواد او اسلامی نظام لوي ظرفیّت دی ، ووئيل، باید  هڅه وشي څو دپوځ سمندری ځ واک  په جامع ډول یو سټراټژيک ځواک شي.

ایکنانیوز د رهبرۍ د دفتر د اطلاعاتو د برخې له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک له قوماندانانو او مسئولانو سره  په کتنې چې نن ماسپښین شوي د ایران د پوځ دسمندري ځواک د ملی ورځې په مناسبت  شوي،په سمندري ځواک کې ډيرو ظرفیّتونو په تیره بیا د سمندر له لارې د اقتصادي سیاستونو له اجرا سره  د مرستې لپاره ددغه ځواک ظرفیّت  ته په اشارې سره ، د هیواد او اسلامی نظام  د اقتدار د زیاتیدا په خاطر د نوو ظرفیّتونو د کشفولو په ضرورت ټينګار  وکړ.

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د اسلامی انقلاب له هماغه پیله تردې دمه   د پوځ دسمندري ځواک  پرمختګونه  اوڅاره او ډير  لوړ وبلل او وې و ئيل،  د اسلامی انقلاب په لومړنیو کلونو د ایران له سمندری حدودو ورآخوا کې د هیواد پوځ د سمندري ځواک شتون  دتصوّر وړ نه ؤ خو اوس د ایران د اسلامی جمهوریت  دپوځ سمندری ځواک ددنیا په درستو سمندرونو کې په قدرت او شجاعت سره تر ۳۶۰درجوپورې  سفرونه کوي او په سرلوړۍ سره بیرته خپل ټاټوبی ته راستنیږي.

دوي ووئیل، یوه ورځ  چا دا تصوّر نه شو کولی چې  د پوځ سمندری ځ واک  به په کسپیّن  سمندرګي  کې شتون  ولري، خو اوس دکسپيّن سمندرګي  په سواحلو کې  جنګي بیړۍ جوړيږي او هلته  دیره کیږي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمائیل ؛باید هڅه وشي چې  د ایران دپوځ سمندري ځواک په جامعم ډول یو سټراټژيک ځواک شي.

https://iqna.ir/fa/news/4184662/

captcha