IQNA

خبیث صهیونیسټي رژيم باید تنبیه شي او حتما به ورټل شي

8:36 - April 11, 2024
د خبر لمبر: 3489031
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د سرخودي رژيم حملې ته په اشارې سره  ټينګار وکړ،په نړیوال عرف کې د هر هیواد په سفارت  او کنسولګرۍ حمله د هغه هیواد  په خاورې حمله حسابیږي او له سره تر پښو پورې له خباثته ډک صهیونیسټي رژيم  باید ددغه جنایت لپاره ورټل شي او حتما به تنبیه شي.

ایکنانیوز د رهبرۍ د ویبپاڼې له قوله راپور راکړ،درستو ایرانیانو نن د نیکمرغه کوچني اختر  لمونځ  په درست خوږ وطن کې په منسجمو  او متحدو صفونو کې اقامه کړ او له ایماني تاندوالي او د بندګۍ له شوقه په ډکو زړونو سره ئې  د پاک پروردګار په درګاه کې  د خپلو شخصي ،کورنیو،  اجتماعي او ملي حاجتونو د پوره کیدا استدعا او غوښته وکړه. د ایران په پلازمینې تهران کې  د کوچنی اختر د لمانځه ولولناک  لمونځ د حضرت آیت الله العظمی سید علی  خامنه اي  په امامت او د موحد او مومن ولس په شتون سره د تهران په عیدګاه او شاوخوا واټونو کې  اقامه شو.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  دلمانځه په لومړۍ خطبې کې  د ایران ملت ټولو پرګنو او د  درست اسلامی امت ته د نیکمرغه کوچني  اختر په مبارکۍ او تهنیّت وئيلو سره ، د روژې مبارکه میاشت پخپل توان او احترام سره  د الهي  نعمتونو له ډک دسترخوان څخه استفاده وکړه او  د نوي لمریز کال  جشنونه ئې  د رمضان المبارک میاشتې په معنویّت سره تبّرک کړل.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په درست هیواد کې د قرآن کریم د تلاؤت د ځلاؤ اوڅاره کیدا  دسږکال رمضان میاشتې یو غوره ټکی وباله  او دغه ځلانده حقیقت په انعکاس کې د ملی رسانئ رول ته په اشارې سره  ئې ووئيل،  د ذکر او دعا محفلونه او  مناجات او  تضرع  هم  په تیره بیا د د قدر په شپو کې ئې سږکال د روژې مبارکه میاشتې له ښکلې او خوندوره کړه .

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي خلکو ته په تیره بیا ځوانانو ته د روژې میاشتې د معنوي زیرمې د ساتلو لپاره په ټينګې سپارښتنې سره زیاته کړه،په الهي فضل او کرم سره ځوانه ټولنه دیندارئ ته ګروهنه ده او  دا د هیواد لپاره لوي فرصت دی.

د  اسلامی انقلاب ستر لارښود آیت الله العظمی سید  علی خامنه اي  دروژه ساتلو مسئله ډیره مهمه وبلله او په ځينو ځایونو کې  ئې  په ځینو موردونو کې  ددغې مسئلې  نه رعایت کیدا ته په اشارې سره  ووئيل،  اسلامی نظام  دا هڅه نه کوي څوک په زوره دیندارۍ ته اړ کړي، خو طبعا  دبد اخلاقیو،او ګډوډیو په  وړاندې به بې پروا پاتې نشي او مسئولان د خلکو پرګنې ، د امربالمعروف  مسئولان او  له منکراتو منع کونکی باید پخپلو دندو عمل وکړي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې دوهمې خطبې کې د غزې وروستۍ خونړۍ پيښې د روژې په مبارکې میاشتې کې د مسلمانو ملتونو د ستوني د تریخیدا سبب وبللې او د روژې په مبارکې میاشتې کې  د د غاصب صهونیسټي رژيم د جنایتونو دوام ته په اشارې سره ووئيل،شر غواړی او بلا غواړی رژيم لکه څنګه چ ې له مقاومت سره ډغره  نشي وهلی ، نو په روغتونونو کې  ناروغان او  د میّندو په غیږو کې ماشومان وژني  او په سپين سترګیتوب  سره ئې څو دیرش زره  سړي ،ښځې  او ماشومان  د نړیوالو د سترګو په وړاندې شهیدان کړل او هماغه راز ئې خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی دی.

دوي همداراز له وحشي صهیونیسټانو څخه د لویدیځي حکومتونو په تیره بیا د امریکا او انګلستان سیاسی، پوځي او اقتصادي ملاتړونو په سخت محکومیّت سره ووئيل،د غزې په پیښې کې  دغو حکومتونو  دنیا ته د لویدیځ  دتمدن شر غو اړی ذات ورښکاره کړ البته مونږ او پر لویدیځي تمدن نیوکه کونکو مخکې هم په کرتو وئيلي وو ، چې  ددغه تمدن ذات له انساني فضایلو او معنوي  ارزښتونو سره دښمني ده  او  د صهیونیسټي جعلی رژيم  د ملاتړو حکومتونو کړچار، د غزې د پيښو په شپږو میاشتو کې  دغه واقعیّت لا رابرسیره کړ.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د بشری حقوقو ددفاع  کونکو مدعیانو تشو چغو ته په اشارې سره  له لویدیځي مدعیانو پوښټنه وکړه،مګر دغه څو دیرش زره  بې ګناه او بې پناه شهیدان  انسانان نه دي ، نو ولې  له لویدیځوالو  کوه غږ نه آوریدل کیږي؟

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د بدماش رژيم حملې ته په اشارې سره ټينګار وکړ، په نړیوال عرف کې د هر هیواد په سفارت  او کنسولګرۍ حمله، دهغه هیواد په خاورې حمله حسابیږي، او له سره تر پښو پورې له خباثته ډک صهیونیسټي رژيم باید ددغه جنایت په دلیل تنبیه شي او حتما به  ورټل شي.

د کوچني اختر د لمانځه په خطبو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  رووستۍ سپارښتنه پر اتحاد ټينګار ؤ، دوي ووئيل، درست خلک، ځوانان،سیاسی، اجتماعي  او رسندوي فعالان دې پوهه شي ، چې د  د ملت توفیق د کلمې په توحید کې دی ، البته  سیاسی اوغیر سیاسی نظر  اختلاف هیڅ مشکل نه لري ، خو  ښکیلیدا ،دیوه ګردن ته لاس اچول  او جعلي دوه ډلې کیدا، د هیواد کمزوری کونکي او د ملت ددین او دنیا په تاوان  دی.

https://iqna.ir/fa/news/4209793    

captcha