IQNA

د مراکش یو قاري د بحرین د قرآڼ د سیالیو لومړی مقام ترلاسه کړ(فیلم)

7:28 - April 27, 2024
د خبر لمبر: 3489112
ایکنا – د مراکش یوه قاري الیاس حجري  د بحرین دقرآن کریم د نړیوالو سیالیو په څلورم پړاؤ کې  د سیالیو لومړی مقام خپل کړ.

ایکنانیوز  له میډیانیوز د قوله راپور راکړ،د بحرین د قرآن کریم د نړیوالو سیایو په څلورم پړاؤ کې د مراکش یو قاري الیاس حجري  چې  له انټرنیټي لارې ترسره شوي ، د ؛حافظ قاري ؛ په عنوان   سره ئې لومړی مقام ګټلی دی.

د سیالیو ددغه پړاؤ پایزې دستورې او د نتیجو اعلان ، د تیرې چارشنبې په ماښام  ترسره شوې او د مراکش یوه بل قاری  یاسین الکزیني  هم په همدې برخې کې دوهمه مقام وګاټه.

 دمراکش  عبدالباش وراش او مصطفی زاهد هم په ترتیب سره د (دتجوید تلاؤت)  و دترتیل په برخو کې په ترتیب سره دریم مقام وګاټه.

همداراز د بحرین محمد سمیر محمد مجاهد دتجوید تلاؤت په برخې کې  او دیمن احمد محمد صالح احمد د وړوکی قاری په برخې کې لومړی مقام ګټلی دی .

ددغه پړاؤ نهاي مرحله  د تیرې سه شنبې په ورځې په حضوري بڼه  او د مقدماتي مرحلې دغوره کسانو په ګډون سره په بحرین کې ترسره شوه .

د بحرین د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په څلورم پړاؤ کې د نړۍ له ۷۴ هیوادونو څخه ۵۰۲۹ ښاغلو او آغلو پکې ګډون وکړ.

ددغو سیالیو په څلورم پړاؤ کې ټول ټال  برخه اخستونکي ۲۶۲۲۹ کسانو ته رسیدلی دي.

 د دغو سیایو دترسره کونکو په وینا،  دغه  سیالۍ د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو یو ترټولو غوره پړاؤ دی چې په انټرنیټي بڼه او د قرآن  کریم د  خدمت په موخې سره  او د قرآن ک ریم تلاؤت د ټولو عمرونو مینه والو هڅولو په موخې سره ترسره کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4212309

captcha