ایکناخبري آژانس د بطولات له قوله راپور راکړ،د انګلستان ؛لیورپول اکو؛انګریزي ژبې ورځپاڼې په متحده عربی اماراتو کې د لیور پول فټپال کلب مصري لوبغاړي محمد صلاحته د فټبال د پلویانو دتوجه او لیوالتیا په باب په یوه راپور کې لیکلی دي، په آل مکتوم سټيډیم کې له سیالۍ مخکې د وارم آپ لپاره د محمد صلاح د واریدیدا په وخت په دغه سټیډیم کې د موجود خلکو په یو هیړ د هغه د هرکلی لپاره دریدا کومه عجیبه خبره نه وه.هغه دعربو هیوادونو په فټبال کې د تمدن ځلونکی او پنځونکی دی او دا کومه مغالطه نه ده که ووایو چې محمدصلاح د میلیونونو خلکو اتل دی،چا چې د خپل فټبال پیل د مصر په ؛المقاولون؛ کلب کې پیل کړی او اوس د انګلستان په برتر لیګ کې په یوه ستوري او سټار بدل شوی دی.
ددغه راپور په یوې بلې برخې کې د مسلمانانو په نسبت د لیدتوګو په بدلیدا کې دمحمد صلاح د اغیزشیندنې په باب راغلي دي،په ۲۰۱۹کال کې له دې یوازې څو اونۍ وروسته چې محمد صلاح له لیور پول سره مرسته وکړه څو په ماډریډ کې د اروپا د اتلانو په لیګ او ټورنامنټ کې اتل شي،د سټنفورډ پوهنتون څيړنو وښودله چې په لیورپول کلب کې د صلاح د شتون په دوو کلونو کې په مرسي سایډ کې د مسلمانانو په ضدد کرکې اونفرت له امله جرمونه، اتلس اعشاریه نهه فیصده کم شوي دي.