ایکنا د اخبار الیوم له قوله راپور راکړ، د مصر اوقافو وزارت له لیرې څخه او د انټرنیټ له لارې د قرآن کریم د حفظ د درو ځانګړو نړیوالو کړیو د افتتاح خبر ورکړ. په دغو کړیو کې دن ړۍ له مختلفو هیوادونو څخه ۸۵ کسانو چې د مصر د اوقافو وزارت له خوا د لومړی ځل لپاره ترسره کیږي، ګډون وکړ.
دغه وزارت پخپلې اعلامیې کې روښانه کړې ده ،د قرآن کریم په زده کړې،د قرآن د سم تلاؤت او قرائیت د تعلیم لپاره په هڅې او همداراز د قرآڼ د معناؤ په تدبر اومفاهیمو باندې په پوهیدا کې په کوشش کې د مصر د اوقافو د وزارت د رول په چوکاټ کې په نړیواله سویه له لیرې څخه یعنی د انټرنیټ له لارې د قرآن کریم د حفظ کړئ ترسره کیږي.
په دغې مرحلې کې ګډون کونکي به له بریالیتوب وروسته په څلورو کې له یوې برخې حفظ رانیولې تر ټول قرآن د حفظ او په تلاؤت کې د ښوهې مجوز ترلاسه کړي.
ددغو کړیو دترسره کیدا په لومړنۍ مرحلې کې له روسیې یولس کسانو،له امریکاپنځو کسانو ،له فرانسې هم پنځو کسانو ، له جرمني څلورو کسانو او او دغه راز له نیجریه ،کنګو ،ساحل عاق اودنړۍ له نورو هیوادونو دقرآن مینه والو پکې ګډون درلود.
په وروستیو کلونو کې د قرآن کریم د تعلیم او زده کړې په زمینې کې دانټرنیټ له مجازي لارې له تعلیمي ټيکنالوجیو څخه د استفادې لپاره ډيرې هلې ځلې شوي دي او داسې ښکاري ددغو ټيکنالوجیو ورځ تربلې په پرمختګ سره،د قرآن کریم د زده کړې نوی رودې هم ډير زیات ژور بدلون تجروبه کړي او له بل پلوه به د ددغو زده کړو لپاره لازیات کسان لاس رسی ولري.