IQNA

د قرآن سورتونه/ 101

هغه ورځې چې سخت غرونه د پنبې په څېر کېږي

15:44 - August 01, 2023
د خبر لمبر: 3487719
 ایکنا – (تهران) د قيامت د ورځې له نښو څخه يوه د ځمکې تباهي ده، داسې چې غرونه ټوټې ټوټې او د پنبې په شان کېږي؛ هغه پېښه چې له هرې زلزلې څخه ډېره لویه وي او په سورة قارعه کې بیان شوې ده.

د قرآنکریم ۱۰۱م سورت " قارعه " نومېږي. دا سورت چې ۱۱ آیتونه لري، په دېرشمه سپاره کې راغلې ده. " قارعه " چې یو مکی سورت دی، د نازلېدو په ترتیب کې دېرشم سورت دی چې په پیغمبر (ص) نازل شوی دی.

د " القارعه " کلمه د سورت په لومړيو درېيو آيتونو کې تکرار شوې ده. " قارعه " د قيامت د ورځې له نومونو څخه يو نوم دی چې د ځپلو په مانا ده. ځينو مفسرينو ويلي چې له دې امله د قيامت ورځ " قارعه " بلل شوې، چې قيامت، په ویرې سره د زړونو د ځپلو او په عذاب سره د خداى د دښمنانو د ځپلو ورځ ده. دا په دې معنی هم کېدای شي چې د قیامت په ورځ به نړۍ ټوټه ټوټه شي.

دا سورت درېیو موضوعاتو ته اشاره کوي: قیامت یوه لویه او ځپوونکې پېیښه ده. د قيامت په ورځ د انسانانو ويره او سرګرداني او په ځانګړې تلې سره د انسان د اعمالو اندازه کول.

دا سورت له پیل څخه تر پایه پورې، د هغه پېښو په اړه خبرې کوي چې د قیامت په ورځ پېښېږي او په هغه ورځ د انسان سختۍ، شرایط او برخلیک بیانوي. که د چا نیک عملونه د هغه له بدیو او ګناهونو څخه زیات وي، نو هغه به همېشه خوشحاله او ابدي ژوند ولري او که د چا بد عملونه او ګناهونه د هغه له نیکیو څخه زیات وي، هغه به دوزخ ته ځي.

په دې سورت کې د قيامت په ورځ دوه مهمو او بې له شکه وېروونکو پېښو ته اشاره شوې ده. لومړۍ پېښه د سورت په څلورم آيت کې راغلې ده: «کَالْفَراشِ الْمَبْثُوثِ: هغه ورځ چې خلک به د پتنګ(پروانه) په څېر خورېږي». د دې آيت له مخې، انسانان د قيامت په ورځ خورېږي او له يو بل څخه تښتي.

بله نښه دا ده چې غرونه د پنبې په څېر خلاص او نرم کېږي: «وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ الْمَنفُوشِ: "او غرونه د وهل شوي وړۍ په څېر رنګ کېږي" (قارعه /۵). د قیامت د ورځې لپاره دا ډول نښه له هغه پېښو څخه بهر ده چې انسان یې تجربه یا تصور کوي.

په دې سورت کې پر یوه بل ټکي چې ټینګار شوی هغه دا دی چې د جنت او آخرت د خوشالۍ د ترلاسه کولو لپاره باید په دې نړۍ کې هڅه وشي او داسې ژوند او چلند وکړي، چې جنت ته د رسېدو وړ وي. لکه څنګه چې په دې سورت کې راغلي دي: «مَنْ ثَقُلَتْ مَوازِینُهُ فَهُوَ فِی عِیشَهٍ راضِیَهٍ: «فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ؛ فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ: د هرچا چې تله درنده وي،نو هغه به په ژوند کې خوشحاله وي.  (قارعه 6 او 7)

دا چې په شپږم آيت کې د انسان د کارونو د اندازه کولو او ارزونې لپاره د تلې(میزان) کلمه د جمعې په ډول (موازن) کارول شوې ده، ښايي د دې لپاره وي چې د انسان کارونه په بېلابېلو وسيلو سره اندازه کېږي او هر کار، خپله تله لري.

کلیدي کلمې: د قرآنکریم سورتونه، 114، قرآنکریم، د آخرالزمان نښې، لویې زلزلې

captcha