IQNA

د قرآن سورتونه/ 108

په سورت کوثر کې د اسلام پر پېغمبر (ص) باندې د خدای د ستر نعمت بیانېدل

16:31 - August 23, 2023
د خبر لمبر: 3487840
ایکنا – (تهران) د قرآنکریم یو سورت " کوثر " نومېږي. هغه سورت چې پکې خدای تعالی د اسلام پیغمبر ته د ورکړل شوي لوی نعمت یادونه کړې.

 د قرآنکریم ۱۰۸م سورت « کوثر » نومېږي. دا سورت په ۳ آیتونو سره په دېرشمه سپاره کې راغلی دی. "کوثر" چې مکي سورت دی، د نازلېدو په ترتیب کې 15 سورت دی چې د اسلام پر پیغمبر (ص) نازل شوی دی.

په دې سورت کې د "کوثر" په نوم د یو نعمت ذکر شوی چې خدای تعالی د اسلام پیغمبر (ص) ته ورکړی دی. له همدې امله، دا سورت " کوثر " نومېږي.

" کوثر " د ډېر خیر په منعی دی. همدارنګه " کوثر " په جنت کې د یوه سیند نوم دی. په دې سورت کې د اسلام پیغمبر (ص) ته د خدای لخوا ورکړل شوي نعمت ته اشاره شوې ده.

دا چې دا نعمت څه شی دی، په دې اړه بېلابېل نظرونه راپورته شوي دي، چې کولای شو پکې اسلام، د نبوت مقام، قرآنکريم، ګڼ شمېر پلویان او مسلمانان، د پېغمبراکرم (ص) لور فاطمه او د رسول الله (ص) د نسل دوام ته اشاره وکړو.

ډېری مفسرین د هغه نعمت  مطلب چې خدای تعالی  پیغمبر اکرم (ص) ته ورکړی وو، د هغه حضرت لور فاطمه زهرا (س) یادوي، ځکه چې په دې سورت کې د هغو کسانو په اړه خبري شوی چې پیغمبر یې د اولاد له امله بې اولاده او نېمګړی ګڼلو. خدای تعالی هم د دوی په ځواب کې دا سورت رسول الله (ص) ته په خطاب کې نازل کړ.

د دې سورت ټول آيتونه د اسلام پېغمبر (ص) ته مخاطب دي او موخه يې د سختيو او ستونزو او د كافرانو د طعنو او ستمونو پر وړاندې د هغه ډاډه کول دي. دا سورت رسول الله (ص) ته د هغه نعمت په اړه ښه خبر دی چې هغه ته ورکړل شوی دی او له پیغمبر څخه غوښتل کېږي چې د دومره لوی او مهم نعمت لپاره د خدای حمد وکړي، هغه ستاینه چې په هماغه کچه لویه او مهمه وي.

په دویم آیت کې د خدای د شکر کولو طریقه، لمونځ او قرباني ښودلې ده. که څه هم ځينې مفسرين د دې سورت د دويم آيت له مخې، يوازې لمونځ کول د خداى د شکر يوه طريقه ګڼي، خو ځينې نور بيا وايي: فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ: نو د خپل رب لپاره (د هغه د شکرانې په موخه) لمونځ وکړه او اوښ قرباني کړه. له لمونځ کولو پرته، قرباني کول یې هم د دې آیت د پیغام یوه برخه ګڼي.

د دې آيت بله موضوع پر دې اصولو ټینګار دی چې لمونځ او قرباني او په ټوليزه توګه ټول عبادت د خداى لپاره دي، چې د ټولو نعمتونو خالق دى. دا وینا په داسې وخت کې راپورته شوه چې ځینو خلکو د بتانو او دروغو خدایانو عبادت کولو او د هغوی لپاره یې قرباني کوله.

درېیم آیت د مشرکینو له خوا د اسلام پیغمبر (ص) ته د سپکاوي او توهین په اړه دی، ځکه چې رسول الله (ص) زوی نه درلود، نو هغه یې نېمګړی او بې اولاده ونومولو. له همدې امله خداى پېغمبر (ص) ته تسلي ورکوي او دا خبر هغه ته وركوي، چې چا ته دا توهين کړی، هغه به بې اولاده وي.

کلیدي کلمې: د قرآنکریم سورتونه، د قرآنکریم، 114، کوثر سورت، د خدای نعمتونه، د اسلام د پیغمبر سیرت، د اسلام د پیغمبر لور

captcha