IQNA

د ملګرو ملتو سازمان استازی د میانمار لیدنه کتنه باندې د بودائیانو اعتراضې لاریون

20:18 - January 18, 2015
د خبر لمبر: 2724844
نړیواله ډله: د میانمار د افراطی لارښودو په مشرتوب کښې په سلګونو بودائیانو پرون په دغه هیواد کښې اعتراضی لاریون پیل کړو لپاره د دې چې د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو استازی چې د روهینګیا د مسلمانانو تابعیت لپاره راغلې وو، لیدنه محکوم کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رویترز نه په نقل، د بودائیانو افراطی لارښود آشین ویراتو چې د مسلمانانو سخت دښمن په توګه پېژندلې کېږی لمسوونکې تقریر یو شمېر خلک د ملګرو ملتو سازمان استازی میانمار ته سفر کولو باندې راپارولې.

هغې د ملګرو ملتونو سازمان استازی ینګی لی میانمار ته سفر محکوم کړو.

لی د خپل سفر په حقله وویل: راخین ولایت هم هغه رنګ د بحران ښکار دی، هغه له دولت نه یی غوښتنه وکړه چې د روهینګیا مسلمانانو سره چې د مهاجرت ژوند تېره وی او خوراک څښاک او دارو نه لری، مرسته وکړی.

  هغه زیاته کړه: « د دغه خلکو په سترګو کښې کوم حسرت چې ما ولیدو د سړی زړه جړوې».

لی ادامه ورکړه: د دې لږکی مسلمانانو حقوق د خپو لاندې کول، یوازې د غوسې، کړکېچ او د ترینګلتیا نه بل څه نه لری.

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومی ټولنه هم په نوومبر میاشته کې بیانیه صادر کړی چې په هغې کښې د میانمار دولت نه د روهینګیا  ۱۰۱ ملیون مسلمانانو نه  حمایت کولو او د هغوی ته د تابعیت حق ورکولو غوښتنه کړی.

د ملګرو ملتونو سازمان دا غوښتنه میانمار کښې د اعتراضاتو سبب ګرځېدلی چې په دغه کښې زیات بودائیان وو، دا بودائیان د روهینګیان مسلمانان سره د دې چې د کلونو رسی  دلته آباد وو بیا هم غیر قانونی او بنګالی مهاجر ګڼې.

پرونی لاریون کښې ځینې بودائی لاریون والو د میانمار مشرانو نه په نقل دا ادعا وکړه چې ځنې مسلمانان په پوځ او پولیس کښې دې. او مسلمانان ترهګر دی.

هغوی له ځان سره« د اسلام په خلاف اتحاد»، «د بنګلادېش غیرقانونی مهاجرانو لپاره د جعلی نوم نه استفاده ممنوع ده » او «د روهینګنان دروغجن بهر وغورځه وی» لیکنې په لاسونو کښې اخیستلې وی.

http://www.iqna.ir/fa/News/2718157

captcha