IQNA

«ابها» ښار جومات کښې چودنه د عربستان شیعه عالمانو محکوم کړه

23:16 - August 10, 2015
د خبر لمبر: 3341147
نړیواله ډله: د عربستان «الاحساء» شیعه اوسېدونکې ولایت عالمان، د دې هیواد جنوب «ابها» ښار د پولیسو جومات کې د ترهګرو چاودنه محکوم کړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الوطن» خبرونو بنسټ نه په نقل، د عربستان الاحساء ولایت شیعیانو عالمانو په یوه بیانیه کې د زیارت په ورځ د عربستان جنوب کې دغې هیواد د عسیر مرکزی ولایت «أبها» ښار پولیسو جومات کښې د ترهګری چاودنه محکوم کړی.

د دې بیانیه په اساس، د عربستان شیعیانو عالمانو اعلان کړی چې له دې نه ورستو چې د دې هیواد په شرقی سیمو کې ترهګرو د شیعه په جوماتونو باندې حمله کړی، او اوس یی ابها کې د الله په کور باندې حمله کړی.

د عربستان شیعیانو په دې بیانیه کې همدارنګه د عربستان د ښاریزو په خلاف بې له دې چې مذهب سره تړون په نظر کې واخیستلې شی له هر قسمه ترهګری محکوم کړه او اعلان یی وکړو چې باید د افراطی ډلو او ترهګرو سره مقابلې لپاره توند او ریښتونې اقدام وشی تر دې چې د ترهګری جړې خشک شی.

د زیارت د ورځې چاودنه کې چې د پولیسو بنسټ یو جومات کې شوې ده چې په کې ۱۵ کسان مړه او د ۲۰ کسانو نه زیات کسان ژوبل شوی.

بل اړخه تکفیری – ترهګری داعش ډلې، د عربستان جنوب کې دغې هیواد د عسیر مرکزی ولایت «أبها» ښار پولیسو جومات کښې چاودنې مسؤولیت په غاړه اخیستلې.

داعش د دې چاودنې نه پس «د حجاز حکومت» عنوان لاندې یوه بیانیه کښې د دې چاودنې مسؤولیت په غاړه اخیستلې او اعلان یی کړی چې د دې حملې هدف ابوسنان النجدی نومې عرب کس وو چې د داعش د وینا په رڼا کې دا کس عربستانې وو.

http://iqna.ir/fa/News/3340060

captcha