قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «SBS News» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا کمپاین به د « انټرنیټ کې (د اسلام سره مخالفت او کرکه باندې نظارت) په نوم د اسلامی احساساتو سره انټرنیټ کې مخالفت کولو زر تر زه ځواب ورکولو لپاره پیل کېږی.
دا کمپاین شروع کوونکې سره متعهد دی چې خپل ټول کوښښ سره به د دې خلکو مقابله کوی.
هغوی همدارنګه دې خبری ته تاکید وکړو چې د انټرنیټ او د ټولنیزه رسنۍ نه د اسلام خلاف مواد لری کولو لپاره ضروری ده چې هغه کسان او بنسټونه چې له دغه فکر سره مخالف دی سره یوځای شی او د اسلام خلاف کارکوونکو فعالیتونو او خبرو پېژندلی وکړی او راپور یی ورکړی.
هیله ده چې دا کمپاین د اسلام خلاف خبرو باندې نظارت کول انټرنیټ کې اسان کړی.
د دې پروګرام چلوونکې مشر ډاکټر آندره اوبولر، چې د ټولنیزه رسنۍ او د آنلاین عمومی ډپلوماسی کار پوهه دی په دې اړه وویل: د اسلام نه وېرول انټرنیټ کې زیاتېږی، چې سبب یی منځنی ختیځ کې نا امنیت او د ترهګرو ډلو او داعش جنایاتو زیاتوالی دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3374092